
د دوو والیانو په شمول د طالبانو ۱۱ مهم مشران خوشي شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): کونړ لپاره د طالبانو پخوانی والي شيخ عبدالرحيم او د نیمرزو د والي مولوي عبدالرشيد بلوڅ سربېره يوولس مهم طالبان او قومندانان نن د بګرام له زندانه ازاد شوي دي.
شيخ عبدالرحيم څو کاله کونړ لپاره د طالبانو والي او په ختيځ کې پر نفوذه شخصيت و، دوه کاله مخکې په جلال اباد ښار کې نيول شوی و، مولوي عبدالرشيد هم په نیمروز لوړپوړی قومندان او د ياد ولايت لپاره د طالبانو والي و.
ويل کيږي، د يادو دواړو مشرانو سربېره يوولس مهم طالبان د بګرام له زندانه خوشې شوي، خو د نورو خلاص شوو کسانو هويت تر اوسه نه دی معلوم.
ځينو سرچينو ويلي، د بنديانو د خلاصېدو موضوع اسلام اباد کې د امریکايي پلاوي او طالبانو د استازو له ليدو وروسته پيدا شوې، خو د نن ټکی اسيا د معلوماتو پر اساس د بنديانو د خلاصون موضوع نوې نه ده، بلکې د امریکا او طالبانو نهه پړاوه مذاکراتو کې د بنديانو موضوع هم په مکرره توګه ياده شوې او که په اسلام اباد کې يو ځل بيا دا خبره ياده شوي وي، نو دا به د سولې درېدلو خبرو د بيا پيليدو لپاره يو نوی پرمختګ وي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د بندیانو تبادله نوې موضوع نه ده، په دې اړه د مذاکراتو په نهه پړاوونو کې پریکړي او مذاکرات سوي دي، ځکه نو، که په اسلام اباد کې د بندیانو خبره سوي وی او بندیان تبادله سي، دا به په مړو!؟ مذاکراتو کې د شوي پرمختګ یو عملي اړخ وي. 😉#AfghanPeaceProcess
— nunn.asia (@nunnasia) October 6, 2019
دا بنديان په داسې حال کې خوشې شوي، چې تر دې مخکې هم ويل شوي وو، امریکا به ځينې مهم طالب بنديان خوشې کړي، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني ويلي و، چې د ده له امر پرته يو بندي هم څوک نه شي خوشې کولی.
د ګډ حکومت چارواکو تر اوسه د خوشې شوو طالبانو په اړه څه نه دي ويلي.
WA TOORA TALIBA NAJORAH YAM
JORA ME MA KRI STA HEMAT PA ZRA WESHTALI YAMA
جوړ تازه.
بی بی سی راپور په اساس دا یوولس بندیان د دری هندی انجینرانو مقابل کی تبادله شول،
دا دری هندی انجینرانو په بغلان کی د برق سب استیشونونه یی جوړول ،
دری انجینرانو په ټول ګټه پروژی کی یی دنده درلوده.نو پوښتنه دا ده چه،
طالیبان وایی چه موږ ټول ګټی پروژو باندی بریدونه نه کوو.
نو دا هندیان یی ولی برمته کړی وه؟