شعـــــرونه

غزل؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

د ديدن دي انتظار دی مازيګر دی
يو سړی سترګې په لار دی مازيګر دی

زۀ ترې لاندې په ملا خم خم قدم اخلم
د چا ياد مې په زړۀ بار دی مازيګر دی

وخت وو کلی وو چنار وو مازيګر وو
وخت دی کلی دی بمبار دی مازيګر دی

په زړګي مې د رحمان د نوم وزرې
په خولګۍ مې استغفار دی مازيګر دی

د يار څنګ دی، مړه کاتۀ دي، بېلتون مړ دی
يو پر بل د ګلو وار دی مازيګر دی

د چا سترګې نازولي يې يادېږي
زړۀ مې بل رقم بيمار دی مازيګر دی

شفاعته! شپېلۍ شونډو باندې کېږده
ځار موسم د يکه زار دی مازيګر دی

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x