افغانستان

ارګ: د بهرنيو چارو وزارت وياند د نامسؤوله څرګندونو پر اساس له دندې ګوښه شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ويلي، د بهرنيو چارو وزارت وياند د ولسمشر په امر د نامسؤوله څرګندونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.

صديقي په خپل ټويټرپيغام کې ويلي، د ګډ حکومت مشر اشرف غني د يوه ځانګړي امر له مخې په ترکمنستان کې د افغانستان کې پخوانی سفير ميرویس ناب د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو مرستيال او سرپرست وياند ټاکلی دی.

صديقي دا نه دي ویلي، چې صبغت الله احمدي د کومو نامسؤوله څرګندونو له امله ګوښه شوی دی.

خو د تېرې پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته د طالبانو د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي د سفر په اړه د بهرنيو چارو وزارت وياند خوشبيني ښودلې وه او هيله يې ښکاره کړې وه، چې دا ځل به پاکستان د سولې په برخه کې رښتينې همکاري وکړي.

ښاغلي احمدي اسلام اباد ته د طالبانو رسمي سفر د سولې په برخه کې ګټور بللی و، خو د ارګ وياند صديقي کې د نوموړي څرګندونې رد کړي او هغه شخصي نظر بللی و.

د صديقي له څرګندونو وروسته صبغت الله احمدي په خپل ټويټرپيغام کې وويل، چې د پاکستان په اړه يې شخصي څرګندونې نه دي کړي، بلکې د حکومت رسمي دریځ يې بيان کړی دی او نن يو ځل بيا د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند د هغه څرګندونې نامسؤوله بللي او نوموړی يې له دندې ګوښه کړی دی.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې احمدي به د ګوښه کېدو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ امر ومني که نه؛ ځکه چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين هم نږدې دوه کاله مخکې پارلمان سلب صلاحیت کړی او ولسمشر غني هم له دندې ګوښه کړی، خو ښاغلي رباني ويلي، چې د چا پلار يې هم له دندې نه شي ګوښه کولی او له تېرو دوو کلونو راهيسې د پارلمان او ولسمشر د امر پر خلاف دنده پر مخ بيايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

چی ډبل ع او ربانی به يی ومنی ؟

الحاج استاذ بیانزی

نه د یوه او نه د بل غلام لنګه کوم صرف دومره ویلی شم چه غلامان هم یو له بله توپیر لری یعنی وی ډیر او بل کم غلام وی . د کابل غلامه اداره یوه فاحشه خانه ده چه ۵۰ لوڼدانو جوړه کړی او فاحشی یی د هغوی په هر اړخیزه خدمتو کی دی هماغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو قومانده ورکړی شوی . یو بادار به خارجه وزارت فاحشو ته امر کړی وی چه د طالبانو بلنه تایید او د پاکستان موقف وستایی مګر بل لوی بادار یا تر تولو لوی لونډ د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x