غزل؛ انعام نعيمي

انعام نعيمي

اوبه اوبه شومه پۀ ځان پورې حیران شومه
نۀ د خپل ځانه شومه او نۀ مې د جانان شومه

څۀ د حالاتو جبر، څۀ بې وسۍ کات کړم په ملا
د هېچا خپل نه شومه،زۀ په ځان تاوان شومه

تۀ هم ښه پوه شوې، ما هم ځمکه بیا ونه لېدله
چې لۀ بڼو دې اوښکې بېلې شوې، روان شومه

های د نۀ زړۀ تګه، مزل کړم خو بیا هم نۀ کېږي
های دا څومره لیرې، انعام پاته له کاروان شومه

باور دې وشه د بابا په زیارتونو باندې
چې نور د هرې یارانې څخه پښېمان شومه

انعام نعیمي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

څۀ د حالاتو جبر، څۀ بې وسۍ کات کړم په ملا
د هېچا خپل نه شومه،زۀ په ځان تاوان شومه