نن کابل کې د شپږیزه لیګ سیالۍ پېل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه به د کابل په لوبغالي کې د افغانستان کورنۍ سیالۍ «شپږیزه لیګ» شپږم پړاو پېلیږي.

په دغه سیالیو کې د افغانستان شپږ کورنۍ لوبډلې ګډون کوي چې راشد خان، محمد نبي، اصغر افغان، شفیق الله شفق، شاپور ځدران او ګلبدین نائب به یې لوبډلمشري کوي.

ددغسې سیالیو پېل به د بند امیر ښامارانو او د کابل بازانو لوبډلو ترمنځ له سیالۍ څخه کیږي، دغه سیالۍ به د سهار په ۹:۰۰ بجې له پرانیستې مراسمو څخه وروسته پېل کیږي.

د شپږیزې شپږم پړاو سیالۍ به په افغانستان کې د ملي تلویزون لخوا په ژوندۍ بڼه په معیاري توګه هم خپرول کیږي.

د شپږیزې لیګ تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی (محمد شهزاد) به په راتلونکي شپږیزه لیګ کې د بندیزونو له کبله ګډون ونشي کړای، نوموړي تر دې دمه په دې سیالیو کې له ټولو زیاتې «۷۶۲» منډې جوړې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د شپږیزې لیګ سیالیو لپاره یوازې یو بهرنی لوبغاړی (د زمبابوې برینډن ټیلر) شامل شوی دی، له دې وړاندې پریکړه شوې وه چې د شپږیزې په شپږم پړاو کې به یوازې افغان لوبغاړي ګډون کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د