
د یوې سوالګرې په بانکي اکاونټ کې «۹۰۰زره» ډالر موندل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): لبنان کې د یوې زړې سوالګرې په بانکي اکاونټ کې هغه مهال ملیونونه پيسې وموندل شوې چې له یوه څخه یې بل بانک ته پیسې استولې.
ددغې سوالګرې چې «وفا محمد نامي» هغه مهال د دومره ستر مالي وضعیت څخه پرده پورته شوه چې خپلې ټولې کړې پيسې یې د لبنان مشهور (جمال ټرسټ بانک) کې جمع کولو لپاره تللې وه، دغه بانک د حزب الله وسلوال تنظیم سره د اړیکو په تور د امریکا بندیزونو سره هم مخ دی.
د نورو څیړنو له مخې څرګنده شوه چې ددغې سوالګرې په بانکي اکاونټ کې ۱ ملیارد او ۲۵۰ ملیونه لبنانۍ پاونډه موجود وو، چې شاوخوا ۷۰ ملیونه افغانۍ کیږي.
إغلاق البنك الشهير في #لبنان "جمال ترست"، يفضح قصة متسولة لبنانية معروفة في #صيدا باسم الحاجة "وفاء عوض" تبين أنها "مليونيرة" وتملك برصيدها البنكي حوالي 900 ألف دولار، بعد اضطرارها لسحب أموالها ونقلها، ليُكشف أمرها وتنتشر صور شيكات باسمها على مواقع التواصل.#مصدر_للأخبار pic.twitter.com/8XrFpRfMT2
— مصدر (@MSDAR_NEWS) October 3, 2019
د ځایي رسنیو په وینا دغه سوالګره د لبنان یوه مشهور روغتون په بهر کې له تېرو لسو کالونو څخه سوال کوي او د هغې ځای خلک یې په اسانه پيژني.
خو چاته دا څرګنده نه وه کوم خلک چې دغې زړې سوالګرې ته سوال ورکوي هغه له دوی هم د زیات دولت لرونکې ده او ددوی سخاوت به له یوې سوالګرې ملیونره جوړوي.
په۱۹۸۴ کی زه په کویټه کی وم یوافغانی سوالګر مړسواو د غسل کولوپه وخت یی په کالو کی دوه لکه پاکستانی کلداری وموندل سوی. شاید ټوله سوالګرهمداسی وی. تیره میاشت د یو هندی سوالګر سره هم ډیری پیسی موندل سوی وی.