لالیګا: برسلونا په ۴-۰ اشبیلیه لوبډلې ته ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): د اسپانیا کلبي سیالیو ۸مې اوونۍ په لړ کې نن شپه د لیونل میسي لوبډلې برسلونا، د اشبیلیه لوبډلې ته په ۴-۰ ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې د برسلونا په ګټه لیوس سواریز یو وار بیا په زړه پورې ګول وواهه چې په ۲۷مه دقیقه کې یې برسلونا پر اشبیلیا وړاندې کړه، له دې وروسته ارتورو ویډال په ۳۲مه او عثمان ډیمبیلی په ۳۵مه دقیقه کې هم ګولونه ووهل.

د اشبیلیه لوبډلې لخوا ډي یانګ په لومړۍ نیمایي کې ۳ اسانه چانسونه له لاسه ورکړل، چې بیا تر پایه په ګول وهلو ونه توانېدل.

د برسلونا لوبډلمشر لیونل میسي چې له پېله یې غوره لوبه ننداره ته وړاندې کړه په ۷۸مه دقیقه کې وتوانېد په فري کیک وهلو سره په زړه پورې ګول ووهي.

په اسپانوي «لا لیګا» لیګ کې له ناسم او کمزوري پېل وروسته برسلونا لوبډلې پرلپسې ۳ لوبې وګټلې چې اوسمهال له ریال مدرید وروسته په جدول کې دویم مقام لري.

د برسلونا لوبډلې په لومړیو سیالیو کې د میسي نه شتون ددوی پر سخت زیان تمام شو، خو له راستنېدو وروسته یې په اروپا اتلانو لیګ کې هم بریا خپله کړه او په لالیګا لیګ کې یې هم بریاوې خپلې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د