تایلند کې ۶ فیلان د یوه بل ژغورلو په هڅه کې وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د تایلند په یوه ملي تفریح ځای یا ژوبڼ کې ۶ فیلان د یوه بل د ژغورلو په هڅه کې وژل شوي دي.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د یوه فیل بچی د لوړو اوبو څخه ښکته ګوزار شو، او نورو یې د ژغورلو هڅه پېل کړه چې د لومړي په ژغورلو کې دویم، د دویم په ژغورلو کې دریم او همداسې ۶ فیلانو د یوه بل ژغورلو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

An image of the elephants found at the waterfall

له دې وروسته دوه نور فیلان ددغو شپږو ژغورلو لپاره ورغلي وو خو په دغه ځای کې ایسار شوي، چې اوس د ځنګل محکمې او د ژوبڼ چارواکو یې په ژغورلو کې هڅې پېل کړې دي.

د تایلند چارواکو ته د یادې پېښې په اړه هغه مهال معلومات وشو چې فیلانو د آبشار خوا ته لاره د رمې په شکل بنده کړې وه.

کله چې د ځنګل محکمې د لامل څرګندولو په اړه پلټنې پېل کړې دوی په آبشار یا د اوبو ډنډ کې د فیل مړ بچی وموند چې ورسره څنګ کې پنځه نور مړ فیلان هم پراته وو.

په خواله رسنیو کې داسې ګڼ شمېر ویدیوګانې ترلاسه شوي چې فیل نور فیلان او یا هم انسانان د سختۍ پرمهال له ستونزو ژغوري، د ځنګل محکمې چارواکي وایي چې فیلان د یوه کورنۍ په بڼه اوسېدل غوره کوي، خو که چیرې له دغسې پېښې سره مخ شي ټول پرې دردیږي.

له دې وړاندې په ۱۹۹۲م کال کې هم دغه ډول پېښه رامنځته شوې وه چې په هغې کې د یوه بل ژغورلو په هڅه کې ۸ فیلانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ددې پیلانو او زموږ غوندی ټولنو د ژغورنی د احساس تر منځ توپیر دادی چی پیلان دا شعور لری چی یو د بل د ژغورنی په هکله هڅه وکړی خو د تعقل د نعمت څخه بې برخی او د ژغورنی چل نه ورځی نو ځکه ددې ډول ژورو ستونزو سره مخامخ کیږی. امّا زموږ غوندی ټولنو خلګ هم ژور انسانی احساس لری او هم شعور لری او هم د عقل څښتنان دی خو دا ټول د دوه پایه پیلانو یعنی استعمارګرانو او توطئه ګرانو په پلیدو ګوتو ترې یرغمل سویدی. راتلونکې ده هغه ورځ چی همدا استعمار ګران به په… نور لوستل »