افغانستان

 اجرائيه رئيس د بهرنيو چارو وزارت د وياند ګوښه کولو په اړه د اشرف غني امر رد کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د  ولسمشر اشرف غني هغه امر رد کړی، چې د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي يې له دندې ګوښه کړی دی.

تېر ماښام د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي په خپل ټويټرپيغام کې ويلي و، صبغت الله احمدي «د نامسؤوله» څرګندونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.

ولسمشر غني دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې تېره پنجشنبه د طالبانو د سياسي مرستيال ملابرادر اخند په مشرۍ پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هلته يې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او پاکستاني چارواکو سره ليدلي وو.

د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي د سولې په برخه کې د پاکستان او ګاونډيو هېوادونو د هڅو ستاينه کړې وه او دايې د سولې په برخه کې ګټورې بللي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ اسلام اباد ته د طالبانو سفر سره مخالفت ښودلی و او وايي، دا سفر له نړيوالو اصولو مخالفت دی او له سولې سره کوم تړاو نه لري.

وروسته صديق صديقي د بهرنيو چارو وزارت د وياند څرګندونې رد کړې او هغه يې شخصي وبللې او ورپسې تېر ماښام د اشرف غني په امر له دندې ګوښه اعلان شو.

د صديقي له څرګندونو وروسته صبغت الله احمدي په خپل ټويټرپيغام کې وويل، چې د پاکستان په اړه يې شخصي څرګندونې نه دي کړي، بلکې د حکومت رسمي دریځ يې بيان کړی دی او تور يې لګولی و، چې ځينې چارواکي اوس هم ټاکنيز کمپياين کوي.

خو اجرائيه رياست د ولسمشر غني امر رد کړی او وايي، چې صبغت الله احمدي به د بهرنيو چارو وزارت د وياند په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

له اجرائيه رياسته په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د ښاغلي احمدي څرګندونې د حکومت رسمي دريځ دی.

اعلاميه زياتوي، په اوسني وخت کې د چارواکو ګوښه کول له ټاکنو سره تړاو لري او تر څو، چې د ټاکنو پایلې نه وي اعلان شوي، صبغت الله احمدي به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفير ميرویس ناب د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو مرستيال ټاکلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په فرمان کې راغلي، تر څو، چې د بهرنيو چارو وزارت نوی وياند ټاکل کيږي، ښاغلی ناب به د وزارت د وياند په توګه دنده ترسره کوي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د عبدالله او اشرف غني د ناندريو پر مهال به د کوم يوه سنډه په څپر وخيژي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين هم نږدې دوه کاله مخکې پارلمان سلب صلاحیت کړی او ولسمشر غني هم له دندې ګوښه کړی، خو ښاغلي رباني ويلي، چې د چا پلار يې هم له دندې نه شي ګوښه کولی او له تېرو دوو کلونو راهيسې د پارلمان او ولسمشر د امر پر خلاف دنده پر مخ بيايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که دا ډول ناوړتیا او فساد په دی اداره کی نه وی بیا خو به غلامه اداره نه وی او نه به زمونږ هیواد اشغال شوی وی. دا د اشغال شوی هیواد خصوصیات یا ځانګړتیاوی دی چه مساوی قدرت او موازی صلاحیتونه پکی شکته پورته کیږی ، هره ماتکه ( فاحشه فکر کوی چه د اشغالګرو اصلی ملکه همدا ده او بله فکر کوی چه دا او داده . همدا د ملی وحدت ( وحشت ) په نوم د امریکا د خارجه وزیر له خوا د امریکا په سفارت کی د ارګ د پاره د دوه بنو ( فاحشو )… نور لوستل »

همت جان

اشرف غني اصلا د سولي او د سولي لپاره د کوښښونو څخه داسي بد وړي، لکه شيطان چي له اذان څخه بد وړي. په دې کارونو سره هغه خپل د سولي ضد ضمير او څېره نوره هم ښه رسوا کړه او هم به له دې امله د بېخرتو مشکلاتو سره مخامخ سي او هم به نور هم ښه رسوا او خجل سي. البته که په خجالت پوهېدی. او دا پلا به د ده او ډبل عبدالله رسه کشي تر پخوا لا هم شرموونکې وي.

گل محمد نوری

کله چی په بهرنیو چارو وزارت کی د ګمارنی په اړه د فساد او خپلوی ګنګوسی زیاتی شوی نو میک په نوم یو ګروپ د سپارښتنه وشوه چی ددی وزارت ټولی ګمارنی وڅیړی او کسان چی د رشوت او خپلوی په اساس مقرر شوی ولسمشری ته راپور ورکړی چی د همدی موضوع په اساس هم عبدالله د ریس جمهور امر رد کړ مګر بیرته ریاست جمهوری اعلامیه خپره کړه چی د ریس جمهور قابل دی اجرا دی بل حکم یا فرمان حاجت نشته چی له هغی وروسته مک کروپ ګرویګنو او څارنی او ارزونی ته سرعت ورکړی نو کله چی… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

د دغه ګډ حکومت وارخطایی خپل اوج ته رسیدلی ده. ګډ و ګډولی دی. پرهریوه د هغه بله خبره بده لګیږی. آمراومادون نسته. ټوله آمرین دی. هر یودځان دساتلو په فکردی. ملت وږی، تږی په خپلو وینو کی غرق دی. الله(ج) دی پرموږ رحم وکی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x