افغانستان

عبدالسلام ضعیف: امریکا نه افغانستان ته قوي نظام جوړ کړ او نه یې طالبان کمزوري کړای شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې نن ورځ د اکتوبر  په «۷» نېټه په افغانستان باندې د امریکا د یرغل اتلس کاله بشپړېږي؛ شنونکي په افغانستان کې د امریکا جګړه ناکامه بولي او امریکا د خپلو ادعاوو په ثابتولو کې پاتې راغلې ګڼي.

د چارو شنونکی او په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر «عبدالسلام ضعیف» وايي «دنن نه اتلس کاله وړاندي په ۲۰۰۱ داکتوبر په ۷ نیټه باندې دامریکاپه مشری غربي اشرګړو زموږ دګران هیواد په جنګ ځپلي ټاټوبي دتروریزم دجنګ ترعنوان لاندي په ډیر غرور اوتکبر سره یرغل وکړ’ امریکااواشرګړو به ادعاکوله چې ددوی په قول طالبان به دمځکي دسره ورک کړي’ دغربي دموکراسی په پیاده کولوسره به قوې سیاسي نظام جوړکړي اوافغانستان به په سیمه کې په پرمختللي اوپیاوړي اقتصادي قوت کړي.»

ضعیف زیاتوي «مګردادی پوره اتلس کاله تیر سوه؛ هیڅ هم ونسوه’پرته له دي چې وینه توی’دښمني ډیره’ په ټرییلونوډالر ضائع اوخرابي ډیره وسوه’ نه قوي نظام نه اقتصادي پرمختګ اونه هم طالبان کمزوري سوه’ بلکي دیومحدودقوت څخه په یوسمییزقوت بدلیدونکي دي.»

د ضعیف په خبره، یرغلګر له لومړیو د افغانستان  د شتمنیو په چور او تالان، د مظلومانو په ونیو تویولو او د قومونو تر منځ د دښمنو په راپیداکولو پسې راغلې وه؛ خو اوس ترې د وتلو لار ورکه ده «اوس دخپلووتلولپاره لارځیني ورکه ده؛ نه پوهیږي چې ددې سریښوله ډم څخه چې په حقیقت کښي دمظلومانوویني دي څنګه ځانونه خلاص کړي’کشکي دغه فکریې اول کړی وای کلي په زور نه کیږي اوپښیماني ګټه نه رسوي.»

په افغانستان کې د امریکا د یرغل اتلسم کال داسې مهال رارسېږي چې د یاد هیواد سیاسي او نظامي شنونکي په یوه خوله امریکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه بولي او د عسکرو د ایستلو توصیې ورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

ضعیف صاحب ته! مخکی روسانو سخت ظلم وکر د خلقیانو په شمول، بیا مجاهدینو، بیا تاسو طالبانو د وینی ویالی ونه بیولی؟ په شمال کی مو د خلگو کورونه ونه وسوزول باغونه مو و نه ریبل؟؟ په سلهاوو تنکی طالبان بیچاره گان به مو پر یو پوسته ورایله کرل هم به مو زانونه تباه کرل هم شمالیوال، تر اوسه په شمال کی دخلگو زنانه ورکی دی ستاسو په موجودیت کی پنجابیانو په تابوتانو کی د مرو په نامه و پاکستان ته ورلی. نو تر روس وروسته ستاسو وحشت او ظلم وو، دیر جید علما شته چی ستاسو هغه جنگ یی… نور لوستل »

روح الله روحمل

ان شاء الله چی د امریکا دماتی ورځ به افغانان ولمانځی

اجمل

کچیری طالبان او حکومت په ګډه دی توافق ته ورسی چی ملا ضعیف (قوی) دی د موقت حکومت مشر شی زه ورته رایه ورکوم.

مجاهد

عبدالله جانه! مونږ پوهیږو چه تاسی ټول د یوه ځدران بچی یاست فکر او وینه مو یوه خو نومونه مو سره توپیر لری . اجمل صاحب بکی راته تر عبدالله هوښیار شکاری، د اشغال او غلامی اداری د ځنکدن اخری شیبی دی اجمل صاحب متوجه شوی ضعیف صاحب ته د موقتی اداری د ریس په حیث ورته رایه ورکوی اجمل صاحب دومره پیاوړی رایه هم لری چه ممکن ریس شی . مګر عبدالله بیچاره اوس هم د ماشومانو په شان له خوبه ناوخت پاڅیدلی سترګی مښی او ګډی وډی وایی فکر کوی چه تل به اشغال شتون ولری او د… نور لوستل »

masoom afghan

عبدالله!
د افغانستان څخه د افغانانو ښځې څوک په زور نشي بیولی،اګر که چیرته ځینې بیغرته یې له خپله لاسه نورو ته ورنکړی
دا د زمرو کور ده دلته لا ډیر زمري ژوندي دی چې د خپل سر په قربانی یې دافغانستان د ننګ او ناموس څخه دفاع کړی.
که ته د تاریخ څخه خبر نه یې پلار ته دې ووایه چې خبر دې کړي

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x