اسماعیل خان: حکومت تل د سولې په مخکې خنډونه جوړ کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي مخکښ غړی «تورن اسماعیل خان» وايي، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته بشپړ چمتووالی لري؛ خو حکومت تل  په دې برخه کې خنډونه زېږولي.

اریانا نیوز د اسماعیل خان له قوله لیکلي « طالبانو تل د سولې خبرو ته خپل چمتووالی ښودلی؛ خو حکومت همېشه د سولې په پروسه کې خنډونه په لار اچولي، چې د بهرنیو چارو وزارت د سولې پلوي دريځ رد یې ښه بېلګه ده».

نوموړي په حکومت غږ وکړ، چې د سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو په ځای دې د سولې ملاتړ ته را وړاندې شي.

اسماعیل خان وروسته له هغه ارګ د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو جوړوي، چې ارګ او بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د طالبانو د سفر په تړاو مخالف دريځونه ونیول؛ ارګ د طالبانو سفر وغانده؛ خو بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی وکړ او یاد سفر یې د سولې په برخه کې مرستندوی یاد کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په تعقیب ارګ د یاد وزارت د ویاند د لرې کولو امر صادر کړ؛ خو اجرائیه ریاست د ارګ امر بېځایه وباله او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ته یې د کار د دوام امر وکړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اسمعيل خان غوندی ډير نور ## به اصلاح شی خو چی توبه وکړی او اسلامی نظام ومنی .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

جنت ته یوځل ننوتلی شی دوه ځلی نه شی ننوتلی ، ادم ع په یوه ځانګړی جنت کی وو د ادم او هوا د باره ځانګړی جوړ شوی وو ځکه ابلیس ته د ننوتلو اجازه وه چه په دغه واسطه د الله ج اراده پوره او زمکه کی الهی ازموینه پیل شی اشرف المخلوقات او اسفل سافلین سره جلا کړی . اسمعیل خان او نورو ته یو ځل د جنت د تلو دروازی خلاصی شوی وی دوی د نفس ( ډالرو ) مقابل چهاد کی مات شول د جنت دروازی یی سره د پوهی په خبله پوری کړی ، دوهم… نور لوستل »