جواد ظریف: په مذاکراتو کې دې ټولو اړخونو ته ونډه ورکړل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» وايي، په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي؛ خو په دې پروسه کې باید ټولو لورو ته ونډه ورکړل شي.

جواد ظریف په تهران کې یوې ناستې ته وویل « د افغانستان د سولې په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ دادی، چې په دې پروسه کې باید ټولو ته برخه ورکړل شي، نه باید یوه ځانګړې ډله د بهرنیانو په مټ په افغانستان واکمنه شي او نه باید د یوه ځانګړي هدف په موخه کومه ډله د سولې له پروسې وایستل شي».

د ظریف په خبره، ایران د هغه سولې پلوي نه کوي، چې بهرنیان یې په افغانستان کې غواړي.

ایران داسې مهال په افغان سوله کې د ټولو اړخونو شریکول اړین بولي، چې اسلام اباد ته دطالب پلاوو له سفر سره هم مهاله یو ځل بیا د افغان سولې د درېدلو مذاکراتو د پیل هیلې راټوکېدلې او داسې تمه کېږي، چې ښايي امریکايي ولسمشر په خپل دریځ کې نرمښت راولي او درېدلي مذاکرات دوام پیدا کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ظريفه ! لدی وروسته به افغانستان لکه اوس د غلام دولتيانو هيواد نه وی چی بهرنیان دی پخپله خوښه خپل غلامان پکښی ټاکی . ستاسو بخيلو ايرانيانی جاسوسانو په ګډون د امريکا ، پاکستان ، روسيی ، ترکيی ، انګريز ، جرمنی ،…..، او نورو ډيرو هيوادو جاسوسان دلته شته ، يوازينی لوی علت همدا دی چی د غلام دولت شرمښان يو وبل ته داړی چيچی او هيڅوخت نه سره جوړيږی . له آزادی وروسته د اسلامی نظام په راتګ سره ستاسو او د نورو هيوادو د جاسوسانو لپاره په افغانستان کی ځای نشته ، بيځايه غوښتنی مه کوی ،… نور لوستل »