شعـــــرونه

د اوښکو لښتي؛ عبدالقديم نظام

عبدالقديم نظام

زړه چې په دردونو کې تغمې نشي
ليک به پرې د مينې کليمې نشي

وينه چې پخه نشي باروتو کې
لور په لور خورې به يې وږمې نشي

ښکل به د ګلاب سره اننګي نکړي
جوړي له اغزیو چې جامې نشي

سرود د اللّٰه هو چې ورسره نه وي
روح ته به غِذاوي زمزمې نشي

مينه تنابونه د ايثار غواړي
بې له دې وداني دا خېمې نشي

تږی بڼ د هيلو به خړوب نکړې
اوښکو ته لښتي که دې لېمې نشي

نن مې لا نظامه کړه وروستی ديدن
بیا به ديدنونو ته پلمې نشي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x