د اکتوبر اوومه که د امریکا او صلیبیزم د زوال پیلامه!

خبیب خالد

له نن نه اتلس کاله وړاندې امریکا او ورسره اشرباڼو یې د اکتوبر په (۷) اوومه زموږ په ګران هېواد او سپېڅلي اسلامي نظام یرغل وکړ، په افغانستان باندې د یرغل ظاهري موخه یې دا وه چې د سیپټمبر د (۱۱) پېښې غچ به اخلي او دلته به اسامه (رح) او پلویان یې ټکوي، خو په حقیقت کې د دې جګړې شاته د یهودو د پاپانو ستر لاس وو، هغوی چې زموږ په ګران هېواد کې د سپېڅلي اسلامي نظام اقامې ته وکتل؛ نو خپل تېر تاریخ یې ور یاد شول چې په مدینه منوره کې د جهاد له پیل نه بیا د عثماني خلافت تر سقوطه دوی هېڅکله اوږد بری نه وو تر لاسه کړی او په نړۍ کې مسلمانان همېشه د فتحو او لوړاوي په حال کې لیدل کېدل او یهود به منزوي، محکوم او د جزیې ورکولو په حال کې وو، خو د عثماني خلافت د څه باندې شپږ پیړۍ خلافت له سقوطه وروسته په نړۍ کې د کوم اسلامي نظام څرک ونه لیدل شول، صلیبیز او نصرانیزم په نړۍ کې په خورا تېزۍ سره د خپراوي په حال کې وو دا ځکه چې اسلامي نړۍ د یوه سوچه اسلامي نظام څخه بې برخې وه او ټوله اسلامي نړۍ یو ډول محکومه وه.

دا چې د عثماني خلافت نه څه باندي اویا کلونه وروسته د اسلامي نړۍ په یوه ګوټ (افغانستان) کې د اسلامي نظام څرک راښکاره کېږي او مسلمانان په خپل ژوند کې د الله سپېڅلی کتاب قرآن عظیم الشان د ژوند تګلاره ګرځوي؛ نو غربیان او په خاصه توګه یهود بیا د تېرو ذلالتونه انځور په خپل خیال کې راګرځوي او داسي انګيري چې د عثماني خلافت دور دا ځل په یوه بل نوم په افغان خاوره کې را ښکاره کېږي؛ نو یې د یوې داسي ورځې انتظار کاوه چې په افغانستان د یرغل لپاره لاره هواره شي او یوه پلمګۍ برابره شي، هماغه وو چې امریکا کې د سیپټمبر (۱۱) پېښه رامنځ ته شوه امریکا سره له ټولو استخباراتي هڅو په دې ونه توانېدله چې د دې پیښي عاملین پیدا کړي او یا هم کوم کره شواهد پیدا کړي چې د کوم جهادي حرکت له لوري یاده حمله تر سره شوې وي، خو څرنګه چې په هماغه وخت کې په اسلامي نړۍ کې د القاعده په نوم جهادي حرکت په جهاد بوخت وو؛ نو یهودو چې امریکا یې د لاس اله ده دې ته وهڅوله تر څو د سیپټمبر (۱۱) پېښې پړه پر القاعده ور واچوي دا ځکه چې د القاعده ډلې مشر اسامه(رح) په افغانستان کې هستوګن وو، امریکا هم داسي وکړل او د خپلو پاپانو مشورې ته یې لبیک وویل او په افغانستان یې د حملې کولو تکل وکړ، خو د روسې تجربه کارانو خبره یې ونه منله چې امریکا ته یې ویل (په افغانستان باندې حمله داسي مثال لري لکه د سریښو ډنډ چې دانګل ورته اسانه دي، خو وتل ورڅخه ډېر سخت دي).

رابه شو دې خبرې ته چې آیا د اکتوبر اوومه په ټوله کې د کفري نړۍ او په خاص توګه بیا د امریکا لپاره ګټه وکړه او که تاوان؟

اول ـ امریکا چې له دې نه وړاندې په نړۍ کې د سوپر طاقت په نوم پېژندل کېدله، خو اوس داسي منزوي شوه چې په وړاندې یې د تجهیزاتو او نفوسو له پلوه یوه ډېره وړوکي ډلګۍ(افغان مجاهد ولس) هم ماتې نه مني او په پوره متانت سره به تر هغه مبارزه کوي تر څو چې یې افغان خاوره له غربيانو په پوره توګه پاکه کړې نه وي، بل پلو ته بیا روس، چین، شمالي کوریا، ایران او نور هېوادونه هم د امریکا په وړاندې مقابلې ته اماده شول او په هېڅ ډول د امریکا په وړاندې انعطاف ورته د منلو وړ نه دی دا ځکه چې امریکا اتلس کاله ښه پوره مصروفه وه او پورته هېوادنو خپل پرمختګ کاوه.

دوهم ـ امریکا چې په نړۍ کې په دروغجن سیاست مشهوره وه او د خپل تاریخ په اوږدو کې یې له چا نه ماتې نه ده منلې، خو نن د دوی په آند له سیاست نه لري خلکو د دیني علم مدرسینو علماء کرامو داسي ریښتینی سیاست ورسره وکارول چې نړۍ او امریکایې کارپوهان په دې ګواه دي چې تر اوسه طالبان په جګړه کې بریالي وو، خو اوس یې په سیاست کې هم خپل بری تر لاسه کړ.

دریم ـ دا اتلس کلنه جګړه د یهودو د پاپانو او بوشخیلو امیدونه له خاورو سره خاوري کړل چې بوش به ویل (دا جنګ د صلیب او اسلام جنګ دی …) یهود او امریکا اوس په دې پوره باور لري چې ضرور به اسلامي نظام خپلې وزري غوړوي او د خپلو وزرو تر سیوري لاندې به د نړۍ ټول مسلمانان راټولوي.

څلورم ـ له نن نه ۲۵ کاله وړاندې د نړۍ مسلمانان په دې فکر کې وو چې یوه ورځ به ټوله اسلامي نړۍ داسي محکومه کېږي چې غرب ته به جزیه ورکوي لکه په اندلس کې چې یو ځل مسلمانان له داسي ذلالت سره مخ شول؛ خو لله الحمد نن ورځ د اسلامي امت هیلې راټوکېدلې او د یوې داسي ورځې انتظار کوي چې مسلمه امت د مظلومیت څخه را وباسي او د محکومیت څخه به یې د حاکمیت تر کچې لوړي، ها خوا ته به بیا غربیان د حاکمیت له تخت نه د محکومیت تر پولې را رسوي، غرب به په ټیټو سترګو جزیې ته تابع کېږي.

د یوه سپېڅلي اسلامي نظام په هېله!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د