شعـــــرونه

د اکتوبر اوومه؛ سپين کوچی

سپين کوچی

زمونږه دزړه هر ښارکې دې بل کړي دي اورونه

ته هم سپینې ماڼۍ واخلې سور اور په امریکه کې

زما د مسلمان امت مرۍ نه دې لاس لنډ شه
دنګ څلي د غرور دې شه نسکور په امریکه کې

زمونږه که مؤمنې میندې،خویندې شوې بې کوره
ستا هم شوه لالهانده هره مور په امریکه کې

هغوی کله زموږ په څیر یو بل پسې ځوریږي !
له کومه شو احساس د خور او ورور په امریکه کې؟

عادیانو، ثمودیانو باندې څو ورځې بادونه
خو دلته شه څو کاله لور په لور په امریکه کې

دښې ورځې خاوند به واشنګټن نه شي کوچیه!
سیلاب زموږ د اوښکو شو نور خور په امریکه کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x