ناټو: د رایو شمېرل د بېړي کار نه دی، نوماندان دې حوصله وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی «نیکولاس کي» وایي، د رایو شمېرل کېدل د بيړې کار نه دی او زیات وخت په بر کې نیسي؛ نو ځکه نوماندانو ته ښايي؛ حوصله وکړي.

د ناټو له رسمي ټویټرپاڼې څخه په همدې تړاو ویل شوي، چې تېره ورځ یکشنبه د ناټو ملکي استازی د برتانیا له سفیرې «الیسون» سره یو ځای په کابل کې د ټاکنو کمېسیون ته ورغلی او د رایې شمېرني بهیر د څارنې تر څنګ یې د ټاکنو کمېسیون په بېطرفي ټینګار کړی او له هغوی یې د شفافیت هیله کړې.

د ناټو استازي ددې تر څنګ له نوماندانو او د هغوی له پلویانو غوښتي، چې د رایې شمېرنې د پروسې تر بشپړېدنې پورې دې حوصله وکړي.

ناټو داسې مهال له نوماندانو د حوصلې هیله کوي، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې دوه مخکښ نوماندان «عبدالله عبدالله» او «اشرف غني» هر یو خپله بریا یقیني بولي او پلویان یې په ټولنیزو رسنیو کې د یو بل په وړاندې توندې څرګندونې کوي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ناټو په پوهيږی چی سی آی ای بيا اوږده ډرامه جوړه کړيده چی ژر به پايته ونه رسيږی .

مجاهد
میلمه
مجاهد

د ناتو یا د امریکا د سفارت قومانده د غلامی اداری غلامی لا په ډاګه کوی ، د ناتو څه کار دی ایا کرزی کولای شول یا غنی کولای شی د امریکا یا اروپا په ټاکنو کی داسی څرګندونی او قومانده ورکړی ؟