نړۍ

که په وزیرستان کي ډرون بریدونه بند نه شول، افغانستان ته به د جګړې لپاره ورسو

maulvi-nazirنن ټکی آسیا:  په پاکستان کي د طالبانو یو ځواکمني ډلي چي د ملا نذیر ډله نومیږي ګواښ کړی چي که په وزیرستان د امریکایانو د ډرون بریدونه دوام وکړی، نو دوی به په امریکایانو په سي ګاونډي هیواد افغانستان ته ورسي.

د ملا نظیر د ډلي یو قوماندان مولوي یونس رویترز خبري اژانس ته ویلي، ( ځکه چي مونږ داسي وسله نه لرو،

چي ددغو بمباریو مخه ونیسو، نو مونږ به خپل جنګیالي افغانستان ته ولیږو، او هلته به ددوی په ضد په پوره قوت سره وجنګیږو).

د یادوني وړ ده چي په وزیرستان کې د تیرو څو ورځو راهیسي په پراخه کچه بریدونه پیل شوي چي له کبله يې زیات شمیر وسله وال طالبان وژل شوي.

نومړي وویل چي مونږ بله لاره نه لرو، مونږ نه شو کولای چي د غه الوتکي را وغورځوو، نو مونږ به خپل جنګیالي دننه افغانستان ته د امریکایانو سره د جګړې لپاره ولیږو.

ویل کیږي چي د ملا نظیر ډله د پاکستاني طالبانو په سطحه تر ټولو منظمه او ځواکمنه ډله ده، چي د پاکستاني فوځ سره يې د جګړې نه کولو اسناد هم لاس لیک کړي، او کله چي پاکستان د طالبانو په ضد عملیات کړي وه، هغه وخت هم دا ډله د جګړې څخه بې طرفه پاتي شوې وه.

یونس یو وار بیا د پاکستان د حکومت څخه غوښتنه کړې چي دغه بریدونه باید بند کړي، مګر پر دغه سربیره نومړي وویل چي د پاکستان سره به تر خپلي وعدې او معاهدې تیر نه سي، او پاکستاني فوځ او اهداف به په نښه نه کړي.

کله چي نومړي څخه پوښتنه وسوله، چي دوی څومره جنګیالي لري، نو نومړي د جواب ویلو څخه ډډه وکړه، خو پاکستاني استخباراتي چارواکي وايي چي کیدای شي دغه ډله ۱۲۰۰ جنګیالي ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x