د اکتوبر اوومه، د امتحان ورځ

نصیب ځدران

رادیو ته مې پلار ناست ؤ،هره ورځ د بمبار خبرونه وو، کندز کې طالبان محاصره دي، قلعه جنګي کې په بندیانو بمبار وشو، طالبان د یو تړون نه وروسته دوستم ونیول او امریکایانو ته یې وسپارل، کرزي به راديو ته زنګ وواهه او ځان به یې یو څوک ور معرفي کولو، ګل اغا شیرزي په کندهار کې د امریکایانو سره یو ځای د طالبانو په ضد سنګر نیولی و.

پکتیا کې پاچا خان ځدراڼ یوه مرکه کې وویل چې د امریکایانو دوښمن زما دوښمن دی،یو چا ورته ویلي وو چې دلته بمبارونو کې ډیر خلک وژل کیږي ټول خلک تاته ګوته نیسي،هغه دا ځواب ورکړی و چې دا خلک دې د خپلو مړو لیست جوړ کړي د ټولو بدي زه په غاړه آخلم،یعنې په امریکایانو یې دومره کلک باور و.

جلال آباد،کنړ طرف د حضرت علي نوم ډیر اوریدل کیده، خلکو ویل چې د طالبانو د شهادت وروسته د هغو څپلۍ او واسکټونه هم نه ور پریږدي.

چُور ګډ ؤ،د خلکو ذهنونه تر دې اندازې بدل شوي وو، زما یو شناخته دی، ویل یې د کابل موسهي ولسوالۍ کشلاغ کلي سره نږدي طالبانو ته خلک ناست وو چې وسله او موټر ترې یوسي، خو طالبان په هغه لار رانغلل، خلک په دې طمع وو چې چیرته د طالبانو د دولت موټر، اسلحه، دفتري سامان په لاس ورشي چُور کوي به یې او ډیر ځایه داسې وشول.

د امریکایانو ویره وه،که د دوی د طاقت رعب ؤ،د روسانو په خلاف د جهاد یو تکړه مجاهد یوه مجلس کې مایوسه لګیا ؤ،وایې د روسانو سره هر څه کیدل د امریکایانو سره جنګ لیونتوب دی،داسې ټیکنالوژي لري چې ټوپک دي په لاس کې وسوځوي،مرمۍ انفجار وکړي نو څه ورسره کوي؟

یوه بل کلیوال مو ویل چې بُش ویلي چې طالبان به وژنو یا به یې ژوندي نیسو،ښه به دا وي چې له طالبانو لیرې وګرځو.دوي خو ختموي خو موږ هم ورسره خرابوي.

که یو طرف خلک خفه وو،یو نظام نړیدو هغه نظام چې دوی یې له پاټکیانو او لوټ مارانو څخه په امن کړي وو،چیرته چې د دوی فیصلې په انصاف کیدي،هغه نظام چې دوی ته یې دا اطمینان ورکولو چې د لمانځه پر وخت دي صراف په پیسو څادر راکش کړي او زرګر دي د دوکان دروازه خلاصه پریږدي،اختطاف،غلا،بدکاري او فحاشي یې ختمه کړي وه.خو بل طرف یو ډله په دي طمع خوشحال وو چې امریکایان راغلل له وطن نه به مو اروپا جوړه شي،دلته به وظیفې وي،روغتون،پوهنتون او فابریکې به جوړي شي.

ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله خپلو عسکرو ته د شاتګ او بیا د چريکي جنګ امر کړی ؤ، د امریکایانو د یرغل لومړني وختونه وو، یو طالب چې ورسته بیا بندي شو او درې کاله یې د کیوبا جیل تیر کړ ویل به یې موږ به ګردیز کې په امریکایانو بریدونه کول، بیا به غرو ته راغلو، خلکو به ویل دا مو څه په لیونتوب سر دی؟ امریکانو باندې به دا بریدونه څه اثر وکړي؟

نن چې هغه ورځې رایادې کړم نور مې هیڅ ذهن ته نه راځي،یو ایمان او غیرت امتحان ؤ،په دې امتحان کې د افغانانو ودونه، جنازې بمبار شوي، مدرسې او روغتونونه بمبار شول،طالب،عالم،محصل،طبیب،تجاران شهیدان شول.

اوس مې په دې سر خلاص شو چې د امریکایانو برید په طالب نه په ټول افغان ملت و،څو ورځې مخکې د زابل یو مجاهد سیف الرحمن په سمنګان کې شهید شو، دی تر ټولو کشر و او له دا مخکې یې ټول اته ورورڼه شهیدان وو، که له طالب سر جنګ وای خو له کلي به یو یا دوه شهیدان کیدل، دلته له هر دویم کور یو دوه یا درې تنه شهیدان دي،میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ یوه سپین ږیري د خپل څلورم زوی په جنازه کې د هغه اسلحه پینځم زوی ته ور وسپارله.

تر دي لوی جرئت به څه وي چې د حمزه په نوم یو طالب وایې چې سیاف ویلي چې یو څو طالبان د کابل په کوم څلور لاري کې اعدام کړئ نور به عبرت تر واخلي،نو زه وایم ستاسي په لاس اعدام به سخت وي که له خپله ځانه په خپله بارود تړل او انفجار ورکول؟او ورسته یې هغسې وکړل او شهید شو.

که یو د طالب سره جنک وای نو امریکایانو به ویل چې طالبان شل زره جنګیالي لري خو د یرغل اتلس کاله پوره شو یواځې باګرام او پلچرخي کې نږدي څلویښت زره افغانان بندیان دي،که طالب د شلو زرو خلکو ډله وی نو تر دي خو دوه چنده زندانو کې دي هغه څوک دي؟تر دي درې چنده به شهیدان شوي وي او د ټول افغانستان ۷۰ سلنه خاور داسې ځای بلل کیږي چې دولت حاکمیت ورباندي بایللی، هغه بیا څوک ساتي؟

پرته له شکه د طالبانو په ضد قوي تبلیغات وشول، د نورو هیوادو ټاپې ورباندي سریښ شوي،د دولتي مفتیانو څخه فتوي ورته راوړل شوي.خو تاریخ څوک بې انتقامه نه پریږدي،په جنګ کې ډیر خلک د امریکایانو تر څنګ په امنیتي ځواکونو کې ووژل شول، جنازو ته یې ملایان نه پیدا کیدل، نه یې څوک فاتحو ته ورتلل، نه یې چیرته یو یادګاري څلی جوړ شو. خو تر اوسه چې څوک د یرغلګرو په ضد جنګیږي په سختو مشکلاتو کې هم خلک د هغوئ جنازو ته ځان را رسوي،یوه تازه بیلګه یې په لغمان کې د شهید صفی الله جنازه وه چا چې په کندهار کې دولس امریکایان وژلي و.

که تاسې چیرته د ښارونو اطرافو ته لاړ شئ سلګونه ځایه به بیرغونه او د شهیدانو یادګاري څلي و وینئ کوم چې د طالبانو د شهادت پر ځایونو جوړ دي.

اتلس کلن یرغل غمونه او زخمونه راکړل، خو يو بل درس یې هم راکړ، چې دا یرغل یواځې په طالبانو نه په افغان ملت ؤ،او افغان ملت په دې امتحان کې بریالی شو، هغه خلک یې رد کړل چې دوی ته یې خیالي پلاؤنه پخول، نه یې روغتون ولید، نه فابریکه او نه پوهنتون، خو د ملا محمد عمر مجاهد عسکرو بریالی امتحان ورکړ،ملا بردار، ملا فاضل مظلوم او نور اکثرو ملګرو یې تر لسو کلونو زیات زندان تیر کړ،هغه چې دوی یې د نړۍ له مخې ورکول هغوی اوس دغو زندانیانو سره د مذاکراتو په میز ورته ناست دي د بیرته تګ لار تر غواړي.

په یویشتمه پیړۍ کې خلکو د الله د نصرت او د قرباینو د ثمرې ننداره وکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د