ما ولې رايه ور نه کړه؟

زاهد جلالي

فرض کړئ چې يوه ستره سمندري بېړۍ له خلکو ډکه ده او سمندر کې په کوم ځانګړي لوري مزل کوي. د بېړۍ د مديريت لپاره او منزل ته د رسېدو په خاطر بايد ټول کسان راټول کړل شي او مشوره ورسره وشي او که يوازې متخصص کسان چې په دغه برخه کې مؤظف دي او پوهېږي؟ ارسطو په دغه مثال د ډيموکراسۍ او ټاکنو عيب بيانوي. هغه ډيموکراسي له داسې حالت سره تشبیه کوي، چې همدا بېړۍ د ټولو خلکو لخوا په يوه نامعلوم لوري روانه وي او د متخصص پر ځای هر څوک په کې خپل نظر او رايه کاروي.

هغه د مشر د انتخاب په اړه يو بل جالب مثال لري. وايي، فرض کړئ ټاکنو کې يو ډاکټر کانديد دی، چې تل يې خلکو ته ترخې دواوې ورکړې او پيچکارۍ يې ورته لګولې دي. د ډاکټر رقيب د مټايانو او خوږو دوکاندار دی، خلکو ته د کمپاين پر مهال به د خوږو دوکاندار وايي چې ما خو ټول عمر په تاسې خواږه خوړلي او خوشاله مې ساتلي ياست. که ډاکټر خلکو ته وايي چې زما د ترخو دواوو او پيچکاريو تر شا حکمت و او ستاسې روغتيا مې غوښته، څوک يې نه ورسره مني. خلک حتماً او طبعاً د مټايانو دوکاندار ته رايه ورکوي.

دا کيسه په دې راياده شوه چې يوه شاعر د تېرو ټاکنو په اړه پر خپله پاڼه ليکلي وو: «چې جمهوریت نه وي، انسانیت نشته؛ چې انسانیت نه وي بیا نو سوله یا نه سوله څه فرق کوي؟ زموږ خارجي او داخلي دښمن اصلاً زموږ له انسانیت سره ستونزه لري». موږ رايه ور نه کړه، خو چوپه خوله وو، نه مو ګوتې تورې کړې، نه مخونه. خو چا چې ګوتې تورې کړې، موږ محکوموي او مجبوروي مو چې خپل غږ پورته کړو. ستونزه هماغه د برټرانډ راسل خبره ده. څوک چې څومره لږ پوهېږي، همغومره ډېرې نارې وهي او هماغه اندازه پورته ټوپونه وهي.

زموږ ټولنه د فکري فقر او مظلوميت په داسې حالت کې ده چې يو چا چې ټول عمر شاعري کړې او له غرب څخه د راغلي کم سواده و نيم سواده له ماسټرۍ متاثر دی، هغه موږ ته د انسانيت معيارونه ټاکي. له داسې کس څخه تر دې لوړه توقع نه کېږي چې ټاکنې او ډيموکراسي د انسانيت ستر معيار او ارزښت وبولي. خو ما رايه ور نه کړه او نه يې داسې حالت کې ورکوم. زه له دوی سره په داسې «انسانيت» کې نه يم، دا انسانيت دې همدوی ته بختور وي.

ما ولې رايه ور نه کړه؟ ما ځکه رايه ور نه کړه چې زه په دغه سیسټم له سر تر پايه قانع نه يم او ولې به قانع کېږم، په داسې حال کې چې په دغه نظام کې زما او تر پله لاندې د يوه پوډري رايه يو ډول ارزښت لري. زه به څنګه پر دغه سیسټم قانع کېږم چې د اشرف غني رايه او په جوزجان کې د يوه داسې اتلس کلن ځوان رايې سره برابرې دي، چې ټول عمر يې شپني کړې او ښايي پوه هم نه وي چې د دې وطن نظام څه ډول دی، څوک واکمن دی، اشرف غني څوک دی او رولا غني څوک؟

زه پر دغه سیسټم نه يم باوري، زه يې له ريښو او منطق سره مخالف يم؛ خو له دې فکري او منطقي اختلافه چې راتېر شو او پر اوسنيو ټاکنو بحث وکړو. زه نه پوهېږم دا شاعر صاحب ما يا يو بل څوک څنګه قانع کوي چې دغه ډول پروسه کې برخه واخلم. د يوې شېبې لپاره به فرض کړو چې جمهوريت تر ټولو ښه نظام دی. خو آيا دغه څه چې دې وطن کې روان دي، هغه يې څنګه قانع کړی چې رايه ورکړي او نور څنګه ور دعوتوي؟

د افغانستان په څو دېرش میليونه نفوس کې يوازې څه باندې دوو میليونو کسانو د «انسانيت» په دغه پروسه کې برخه اخيستې ده او په دغه برخه والو کې بيا د يو پنځوس سلنه خلکو رايه د څومره خلکو رايه کېږي؟ د شاوخوا څو لکو خلکو رايه مشر ټاکي. خو کاشکي دغو څو لکو رايو هم یو ښه مشر ټاکلی. په دغو رايو کې فساد څومره دی؟ له واکمن کانديد پرته نور ټول نارې وهي چې «پراخ» او «سيستماتيک» فساد تر سره شوی دی. يانې ښايي د شاوخوا دریو- څلورو لکو کسانو رايه سمه وي او پاتې د فساد له لارې يو څوک مشر کېږي. خير، دا به هم ومنو. په دغه حالت کې موږ خپله وينو چې کوم کسان چې په ټاکنو کې برخه اخلي او کوم په اصطلاح روشنفکران چې دغې پروسې ته خلک رابولي، دوی خپله څومره مخلص دي؟

ته څنګه له ما غوښتنه کوې چې د دغې مفسدې پروسې برخه شم، په داسې حال کې چې پخپله ما ته د مختلفو ټيمونو دوستانو دعوت راکړی چې له دغه ټيم سره شه، د ګټلو په صورت کې دغه امتيازات او دغه دغه دندې شته. ته بيا په کومو سترګو دا ملي پروسه بولې او برخه اخيستل په کې ملي وجيبه او «انسانيت»؟

تر دې به هم تېر شو، په همدغو ګډو وډو ټاکنو کې چې سیسټم يې د منلو وړ نه دی، بيا د رايه اچوونکو برخه بيخي کمه ده او بيا په هغې کې رايې وېشل کېږي او په وېشل شويو رايو کې هم فساد کېږي او د پيسو په زور له کمپاينو وروسته يوه پروسه پای ته رسېږي، بيا دا څنګه توجیه کوې چې د يوه بهرني هېواد د بهرنيو چارو وزير راځي او د دغې «ملي پروسې» او «انسانيت» د نتايجو له اعلان مخکې ولسمشر ټاکي او داسې څه کوي چې اساسي قانون ته پردي دي؟

زه ځکه رايه نه ورکوم، زه دا هر څه وينم، زه دغه ټولنه کې ژوند کوم او دغه کشمکش ما ته دومره ارزښت نه لري چې د ځان د ژوند په قيمت په يوه صندوق کې رايه واچوم. زه پر دې پروسې باور نه لرم. دا «ملي پروسه» او دا «انسانيت» دې همدغو شاعرانو او د دوی بې سواده و نيم سواده استادانو ته ورپاتې وي او د ټوکو او ملنډو دې پروسې ته دې همدوی ناڅي.

زاهد جلالي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د