افغانستان

اتلس کاله په اور کې – د اووم اکتوبر په مناسبت جوړي شوې غونډې پریکړه لیک / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): نن په کابل کې د اووم اکتوبر په مناسبت د سولې محور په ابتکار جوړه شوې غونډه کې چې د افغانستان مشهورو سیاستوالو، پخوانیو چارواکو او د سولې محور مدني ټولنې غړو ګډون کړی وو، ۱۸ کاله وړاندي پر افغانستان باید د امریکا د یرغل ورځ ۷ اکتوبر یوه توره ورځ وبلل سوه او د ټولو بشري او نړیوالو قوانینو خلاف عمل وبلل سو.

په غونډه کې د بهرنیو ځواکونو څخه وغوښتل سول چې په مسؤولانه ډول دي د افغانستان څخه ووځي او د افغانستان په چارو کې دي لاسوهنې بندي کړي.

د یادې غونډې پریکړه لیک نن ټکی اسیا ته رسیدلی دی چې د خپلو لیدونکو سره یې شریکوي، دغه پریکړه د سولې محور د فعال غړي خیرالله شینواري له لوري ولوستل سو چې په لاندي ویډیو کې هم کتلای سئ:

پرېکړه لیک

۱- د اووم اکتوبر غونډي ګډونوالو دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ وبلله، د امریکا راتګ افغانستان ته ښکاره یرغل بولي او دا تیری د ټولو اسلامي، بشري او نړیوالو قوانینو خلاف عمل ګڼي.

۲- مونږ ددې غندنغونډې په مټ له بهرنیو ځواکونو په جدي توګه غواړو چې فورا له افغانستانه په مسؤولانه توګه ووځي، او د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او نظامي چارو کې خپلې لاسوهنې بندې کړي.

۳- سوله د افغانستان د خلکو مبرم ضرورت دی، مونږ د جګړې په ټولو طرفونو په ډیر صراحت غږ کوو چې جګړه پای ته ورسوي، سولې ته غاړه کښيږدي او د افغانستان دایمې ثبات لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړي او د افغانانو دغه برحقه داعیه واوري.

۴- په روانه جګړه کې د ملکي خلکو وژنې په کلکه غندو، د ملکیانو خوندیتوب لپاره باید د جګړې ټول لوري لازم میکانیزمونه رامنځته کړي او اجازه ورکړي چې عام افغانان د جګړې اوره خوندي ووځي.

۵- په اخیر کې وایو چې هره جګړه پای لري او پای یې په سوله تمامیږي، څومره چې د سولې خبرې ژر پيل شي هومره ژر به د جګړې بدمرغه ټغر له ګران افغانستانه را ټول شي.

د یوه خپلواک، اباد او سرلوړي لوی افغانستان په هیله

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
MHA

The unilateral bombing of the Taliban government by the US forces was great mistake.The neglecting of the Geneva Convention and its application on the prisoners of war(POW’S) was another big mistake , over 3000 Taliban fighters were trapped in the north and when Mr Dustam called Mr Rumsfeld about what to be done with the prisoners , Mr Rumsfeld response was”it is up to you” again disregarding the Geneva convention on (POWS). The creating of the two headed government between Ghani and Abdullah another childish mistake by the US. Right now the US is facing the results of its mistakes… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close