پاکستان ته د سريلانکا په لاس پرلپسې دوه ماتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د سريلانکا کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په لاهور ښار کې د شل اوريزو سياليو په لړ کې پرلپسې دويمه ماتې ورکړه او سيريز يې په خپل نوم کړ.

د پاکستان او سريلانکا لوبډلو ترمنځ له ستونزمن حالت وروسته د يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو سيريز ترسره کیدو پريکړه وشوه، چې په کې پاکستان لس کاله وروسته په کراچۍ کې سيالۍ ترسره کړې.

که څه هم په يو ورځينو سياليو کې پاکستان پر سريلانکا لوبډلې برلاسی شو او د دوه سياليو په ګټلو يې په سيريز کې بريا خپله کړه، خو د شل اوريزو سياليو په لړ کې سريلانکا پر پاکستان برلاسی شوه او په پرلپسې دوه ماتو سره يې سيريز کې بريا خپله کړه.

https://twitter.com/ICC/status/1181252191128051712?s=20

په ننۍ سيالۍ کې سريلانکا لومړی توپوهنه ترسره کړه چې غوره پېل يې وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۶ منډې جوړې کړې. ددوی لخوا بنوکا راجاپکسا د ۶ شپږیزو او ۴ څلوريزو په مرسته ۷۷ منډې وکړې.

په ځواب کې يو وار بيا د پاکستان لومړي توپ وهونکي د بابر اعظم، احمد شهزاد او عمر اکمل په شمول په بشپړ ډول ناکام شول، او په ۱۹ اورونو کې يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ددوی لخوا عماد وسيم ۴۷ او اصف علي ۲۹ منډې جوړې کړې. د سريلانکا لخوا توان پراديپ ۴ او ونيندو هسرنګا ۳ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان لوبډله چې د شل اوريزو سياليو په جدول کې لومړی مقام لري په پرلپسې دوه سياليو بايللو سره به يې پر رينکينګ اغيز پريوځي، او د سريلانکا چې له افغانستان وروسته نهم مقام لري په جدول کې به مثبت بدلون وليدل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د