شعـــــرونه

غزل؛ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

دا ورک یې ولې د مودو مودو مودو ملنګه
د دې وطن د لرو برو میکدو ملنګه

موسم راغلی د دعا د قبلېدو ملنګه
تندی دې کېږده په اوږدو اوږدو سجدو ملنګه

قیام ته راشه ګرېوان وشلوه او چیغه وکړه
کړه د سپېرې جګړې دا دېو په پرزېدو ملنګه

له ډېره درده دې لښتی د اوښکو و بهوه
چې مو افغانه وینه شي په ودرېدو ملنګه

وینه چې نه تویېږي زړونه به روان شي روان
په موسېدو په خندېدو په ګډېدو ملنګه

نغمې دې غلې دي غوغا راوله غلی مه شې
ګیله راغلې د رباب د سریندو ملنګه

چې د نجات بېړی مو ډوبه په ګرداب کې نه شي
بادبان د امن یې کړه بیا په رپېدو ملنګه

تبجن غزل به د کاروان هم غزونې و کړي
چې زړګکی وطن یې شي په رغېدو ملنګه

۱۱ میزان ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x