د امریکایانو او ويټناميانو د سولې خبرې«ګټورې تاریخي کرښې»

حامد افغان

کله چې امریکایانو له ویټنامي مبارزینو سره د خبرو اترو اراده وکړه، هغوی نه یې وغوښتل چې له امریکایانو سره د جګړې درولو او روغې جوړې لپاره خپل مرکچي پلاوی پاریس ته ورولیږي. ویټنامي مبارزینو خپل څلور کسیز پلاوی ورولیږه چې دوه سړي او دوه ښځې وې. امریکایي استخباراتو د دې پلاوي د اوسیدا لپاره په خورا پرمختللي هوټل کې ځای تیار کړ او د ارام او راحت ټول اسباب او وسایل یې ورته برابر کړل.

کله چې د ويټنامیانو مرکچي پلاوی پاریس ښار ته ورسید او هوایي ډګر کې ښکته شول، د دوی ځانګړي اوسیدا ځای ته د رسولو لپاره موټرونه په انتظار ورته ولاړ وو، خو ویټنامیانو انکار وکړ او ویې ویل چې دوی پخپله خپل خای ته ځي او د دوی لپاره تیار شوي هوټل ته نه ځي. او وروسته به له امریکایانو سره د خبرو لپاره په ټاکلي وخت هغه ځای ته ځانونه رسوي.

امریکایي پلاوی د ویټنامي پلاوي دې کار ته هک حیران شو او د پلاوي له مشر یې پوښتنه وکړه چې تاسو به چرته اوسئ؟! هغه ورته وویل: د پاریس فلان ځای کې یو ویټنامی زده کوونکی اوسي، موږ هغه ته ورځو او له هغه سره اوسو! امریکایانو ورته وویل موږ په ډېر ښایسته هوټل کې ځای درته برابر کړی دی، تاسو زموږ سره نه ځئ او د یوه شاګرد اوسیدا ځای ته ورځئ؟!

د ویټنامي پلاوي مشر ځواب کې ورته وویل: موږ ستاسو سره د جګړې په مهال غرونو کې اوسیدو، په کاڼو به مو سرونه کېښودل او واښه به مو خوړل، که موږ خپل هاغه طبیعت بدل کړو وېرېږو ضمیرونه به هم بدل شي! نو موږ پرېږدئ، موږ پوهیږو او زموږ کار. دوی د ویټنامي شاګرد خای ته ولاړل، هلته اوسیدل او له امریکایانو سره یې خبرې وغځولې، چې پایله کې یې امریکایان له ويټنامه ووتل.

څوک چې ضمیر وپلوري هغه ته خپله خاوره او هیواد پلورل اسانه شی. د ژوندي او ازاد ضمیر خاوند ته ازادي محترمه وي. او د ازادي مبارز ته لازمه ده چې د وخت او شرایطو هر ډول بدلون یې باید پر هوډ اغېز ونه لري او خپلو معتقداتو او ګروهو ته باید په هر حالت کې ژمن پاته شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جلال
میلمه
جلال

ديره مهمه او د پام ور خبرى، جزاك الله خيرا.