نړۍ

ټرمپ: د بې پايلو او عبث جګړو د پای ته رسېدو وخت راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلو ټويټر پيغامونو کې ويلي، د دې وخت رارسېدلی، چې امریکا بې پایلې او عبث جګړې پای ته ورسوي او امریکايي عسکر خپل هېواد ته راوستل شي.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ يې د سوريې له شماله د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پيل کړه.

ټرمپ ويلي: «امريکايي عسکر بايد يوازې د دېرشو ورځو لپاره سوريې ته تللي وای، خو موږ هلته څو کاله تېر کړل او بې هدفه جګړه کې ښکېل پاتې شو او نور بايد داسې بې هدفه جګړې پای ته ورسيږي.»

هغه وايي، کله چې زه واک ته ورسېدم، داعش ترهګره ډله په سيمه کې خپره وه، موږ ټوله ډله له منځه يوړه، د دې ډلې زرګونه غړي مو نيولي، چې ډېری يې د اروپايي هېوادونو دي.

ټرمپ زياته کړې، اروپا د دې بنديانو د خلاصون غوښتنه نه کوي او موږ ته وايي، د داعش بنديان غړي درسره وساتئ، خو موږ يې دا غوښتنه رد کړې او ورته مو ويلي، موږ درته ستر خدمتونه کړي، چې دا خلک مو نيولي او اوس راته واياست، دا خلک په لوړو لګښتونو په خپلو زندانونو کې وساتو.

د امريکا ولسمشر د اروپايي هېوادونو مشران مخاطب کړي: «دا بنديان ستاسې خلک دي، وايې خلئ او په خپله يې محاکمه کړئ.»

نوموړي د ترکيې شمال کې د کردي وسله والو ډلو ستاينه کړې، چې د امريکايي عسکرو په ملاتړ يې جګړې کړي، خو امریکا دغو جګړه مارانو ته مالي او پوځي مرستې ور کړي دي.

کردي جنګياليو د سوريې له شماله د امريکايي پوځيانو د ويستلو مخالفت کړی او د ټرمپ دا پرېکړه يې غندلې ده.

کردي جنګيالي وايي، له امريکا سره يې په ګډه داعش ډلې ته ماتې ورکړه او اوس يې امريکا په نيمه لاره کې پرېږدي.

د سوريې له شماله د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته به ترکي پوځيانو زمينه برابره شي، چې هلته د کردي وسله والو ډلو پر ضد عمليات وکړي.

ټرمپ ټينګار کړی، چې دوی به يوازې د خپلو ملي ګټو لپاره جګړه کوي او يوازې د بريا او فتحې لپاره جګړې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

کردان هم د افغانستان د شمالی ائتلاف غوندی د پرديو غلامان او خائن دی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x