افغانستان

اشرف غني او عبدالله يو ځل بيا په ټاکنو کې د خپلو بريا ادعا کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله يو ځل بيا ادعا کړې، چې د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکي دي او هر يو وايي، راتلونکی ولسمشر به دی وي.

د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني د جرمني له «دير شپيګل» مجلې سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، داسې ښکاري، چې يو ځل به بيا د راتلونکو پنځو کالو لپاره د افغانستان ولسمشر شي، خو زياته کړې يې ده، چې د باوري خبر لپاره د ټاکنو وروستيو پایلو ته سترګې پر لاره دی.

په عين حال کې اجرائيه رئيس هم ادعا کړې، چې د ټاکنو ګټونکی دی او دا ځل به داسې ټول شموله حکومت جوړ کړي، چې ټولو لوريو ته منلو وړ وي او سولې ته هم لاره برابره کړي.

عبدالله ويلي، دا ځل به ټاکنې دوهم پړاو ته نه ځي او خپلو پلويانو ته يې ډاډ ورکړی، چې د ټاکنو په پایلو کې به د درغليو مخه ونيسي.

اشرف غني ويلي، که ټاکنې ونه ګټي بېرته به خپلې پخوانۍ دندې «د پوهنتون استادۍ» ته ځي.

د عبدلله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنيز ټيم غړي فضل احمد معنوي ويلي، د ټاکنو ګټونکې ډله معلومه ده او د ټاکنو له کميسيونه يې غوښتي، چې د بايوميټريک رايو د شمېر له مخې د ټاکنو پایلې او ګټونکی اعلان کړي.

تر دې وړاندې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټيم لومړي مرستيال امرالله صالح هم ادعا کړې وه، چې ټاکنې دوی ګټلي دي.

دواړه لوري په داسې حال کې د ټاکنو د ګټلو ادعا کوي، چې د ټاکنو کميسيون، په کابل کې د امریکا سفير جان بس، د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د هغه مرستيالې اليس ويلز له نوماندانو غوښتي، چې د ټاکنو رسمي پایلو ته انتظار وکړي او په خپل سر د ټاکنو د ګټلو له ادعا لاس واخلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

آ بل واری خو کيری خپل کار وکړ ، دا لا نده څرګنده چی دا واری به پمپيو کوم يو پمپ کړی ، يوازی تاسی دوه به وپړسوی او که ګلبدين او يو دوه نور هم درسره .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close