په ټليفون او خواله رسنيو کې ګناهونه

غلام عمر عبدالله

هغه ګناهونه چي د ټلویزيون، کمپيوټر او ټليفون (واټساپ، فيسبوک، انسټرګرام، وايبر او نورو خواله رسنيو) په وسيله ترسره کېږي.

ای ځوانه!

ته په دې پوهېږې، چي الله تعالی ولې د حج په موسم کي صحابه کرام د حرم په منځ کي له ښکار کولو څخه منع کړل؟!

دا ځکه چي الله په دوی ستر ازمايښت کاوه، هغه دارنګه;
د حج په وخت کي به مرغان او د ښکار وړ ځيني نور حيوانات دوی ته دومره نږدې راتلل، چي د ښکار له کومي وسيلې او اسلحې پرته به يې کولای شوای چي ښکار يې کړي.

الله تعالی فرمايي:﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لَيَبْلُوَنَّكُمُ اللَّهُ بِشَيْءٍ مِّنَ الصَّيْدِ تَنَالُهُ أَيْدِيكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَخَافُهُ بِالْغَيْبِ فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴾. [سورة المائدة – ۹۴].

ژباړه: ای مؤمنانو! الله به تاسي د هغه ښکار په وسيله، په سخته ازموينه کي واچوي، چي بېخي ستاسي د لاسونو او نيزو تر کنترول لاندي راغلي وي. د دې لپاره چي وليدل شي چي ستاسي څخه څوک د ناليدلي خدای څخه وېرېږي. نو چا چي له دې اخطار څخه وروسته د الله له ټاکل شوي حده تېری وکړ، د هغه لپاره درد ناک عذاب دی.

بناءً!

په اوسنۍ زمانه کي پر موږ باندي د الله ستر ازمايښت تکرار شوی دی، خو صرف شکل او بڼه يې بدله شوې ده.

هغه دارنګه…

که فکر وکړو تقريبا لس کاله وړاندي، موږ يوه هم نه شوای کولای چي داسي په اسانۍ او ټيټ لګښت سره نه شوای نامحرمو انځورونو، ويډيوګانو او بربنډو فلمونو ته لاس رسی پيدا کړو.

خو!

اوس دا هر څه ډېر اسانه او په کم لګښت سره ترلاسه کېدلای شي، د ټولني هر وګړی (نر او ښځه، اوړ او زوړ، ځوان او ماشوم) کولای شي چي د خپل ټليفون او کمپيوټر پر پرده باندي د نړۍ هر ډول فاحش او نامحرم انځورونه، ويډيوګاني او نور… څه وويني.

پرته له دې چي څوک يې مزاحمت وکړي.

پرته له دې چي ټليفون ته کوم خاص سافټ وير يا اپليکشن ور انسټال کړي، بلکه دا هرڅه د انټرنيټ د يوې پاڼي يا هم د ځينو خواله رسنيو (واټساپ، فيسبوک، انسټراګ، ټيک ټاک او نورو…) پر مټ ترلاسه کولای شي.

پس!

څنګه کولای شو، چي د خپلي ټولني د ځوانانو، پېغلو، ماشومانو، زړو او وړو ذهنونه، فکرونه، اخلاق، اعمال او عقايد د دا ډول فاحشو او ګمراه کوونکو توکو څخه وساتو؟!

که هر مؤمن ورور او مؤمنه خور لاندي کړني ترسره کړي، الله تعالی ته اميد شته چي له ډېرو فتنو او ګناهونو څخه به وساتل شي.

– تر هرڅه وړاندي لومړی بايد مؤمن د ايمان او عقيدې اړوند مهم مسائل صحیح زده او خپل ايمان ښه قوي کړي.

تر څو پر زړه يې د الله عظمت، محبت او وېره غالبه شي او توجه يې د اخرت طرف ته شي.

– مرګ دي ډېر ډېر يادوي.

– د الله ذکر او د قران تلاوت دي ډېر کوي.

– لمونځ دي په ښه شان او توجه سره ادا کوي.

– د سنت پابندي دي کوي.

– ديني مطالعې ته دي ځانګړی وخت ورکړي.

– په خاصه توګه دي د رسول الله صلی الله عليه وسلم، صحابه کرامو او سلفو صالحينو سيرت مطالعه کوي.
– له علماء کرامو او نېکو کسانو سره دي ناسته پاسته کوي.

– له يوزايوالي او بې کارۍ څخه دي ځان ساتي.

– له موسيقۍ اورېدولو څخه دي لېري اوسي.

– د جماعت پابندي دي کوي.

اوس به راشو يو شمېر هغه قراني اياتونه به ذکر کړو، کوم چي موږ په يوازيوالي کي له ګناه کولو څخه راګرځوي.

– الله تعالی فرمايي:

یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا لَیبْلُوَنَّکمُ اللَّهُ بِشَی ءٍ مِنَ الصَّیدِ تَنالُهُ أَیدِیکمْ وَ رِماحُکمْ لِیعْلَمَ اللَّهُ مَنْ یخافُهُ بِالْغَیبِ فَمَنِ اعْتَدی بَعْدَ ذلِک فَلَهُ عَذابٌ أَلِیمٌ [سورة المائدة – ۹۴].

ژباړه: ای مؤمنانو الله به تاسي د هغه ښکار په وسله، په سخته ازموينه کي واچوي، چي بېخي ستاسي د لاسونو او نيزو تر کنترول لاندي راغلي وي. د دې لپاره چي وليدل شي چي ستاسي څخه څوک د ناليدلي الله تعالی څخه وېرېږي. نو چا چي له دې اخطار حخه وروسته د الله له ټاکل شوي حده تېری وکړ، د هغه لپاره دردناک عذاب دی.

– په يوازي والي کي د خپلو اندامونو پر چپوالي او خاموشۍ و نه غولېږې، د قيامت په ورځ به همدا ستا چپ او غلي اندامونه پر تا شاهدي ادا کوي.
الله تعالی فرمايي: الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلى‌ أَفْواهِهِمْ وَ تُكَلِّمُنا أَيْدِيهِمْ وَ تَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِما كانُوا يَكْسِبُونَ [سورة يس – ۶۵].

ژباړه: نن موږ د دوی خولې په مهرولو بندوو، د دوی لاسونه به له موږ سره وغږېږې او د دوی پښې به شاهدي ووايي چي دوی په دنيا کي (په پټه يا ښکاره) څه کارونه کول.

يو عالم فرمايي:ای هغه انسانه چي په يوازيوالي کي ګناه کوې، کله چي ته يوازي يې او د باد حرکت د دروازې پله و ښوروي نو ته ووېرېږ، خو د ستر ذات څخه نه وېرېږې.
ستا دغه وېره چي له الله پرته له مخلوق څخه يې لرې، تر هغي ګناه ستر جرم دی کوم چي ته يې په يوازي والي کي کوې.

يو ځوان وايي:

زه (د کمپيوټر او ټليفون) په وسيله په يوازي والي کي په ګناه کولو ګرفتاره وم، يوه ورځ په اطاق کي يوازي ناست وم، حرام او ناراوا فلمونه مي کتل.

چي ناڅاپه مي د دروازې له لوري د يو شي ږغ تر غوږ شو، ډېر سخت و ډار شوم، زړه مي په لړزېدو شو.

له خپل ځای څخه پاڅېدلم او د دروازې پر لوري روان شوم، دروازه چي مي خلاصه کړل، ګورم چي له دروازې سره پېشي ولاړه ده او په خپله پښه دروازه وهي.

زه په يو ژور فکر او سوچ کي ولاړم.

توجه مي د خپل ستر رب طرف ته شوه.

له ځان سره مي وويل: ای ظالمه!

ته د پشي له کړپ او ږغ څخه وډار شوې، خو د هغه ستر رب جل جلاله له څخه حياء نه کوې چي تاته ستا د غاړي تر رګونو در نږدې دی، ستا په پټو او ښکاره ټولو اعمالو خبر دی.

له هم هغي ورځي وروسته مي له خپل رب جل جلاله سره دا ژمنه وکړل.

چي ای الله!

له نن څخه وروسته به زه نور ستا نافرماني نه کوم.

او خپل ټول وخت به ستا د دين په زده کړه او ديني دعوت کي تېروم.

الحمدلله!

له هم هغي وروځي وروسته الله تعالی په خپل فضل او احسان سره ساتلی يم.
الله ښکلی د تقوا او ديندارۍ ژوند راپه برخه کړ.
د خواله رسنيو ټول وخت مي په ديني زده کړه او ديني دعوت کي تېرېږي.

ای ځوانه!

ته پوهېږې چي ستا او ستا د ټليفون تر منځ يوازي يو الله خبر دی چي څه شي پکې دي او څنګه يې کاروې؟!

پس!

ته په يو شرط ځان د ټليفون له شر او ګناه څخه ساتلی شې، هغه داسي چي ته همېش خپل رب په ياد لره، قبر او دقيامت ورځ مه هېروه.

علامه الشنقیطي رحمه الله فرمايي:

ټول علماء کرام په دې اړه يوه خوله دي چي الله تعالی ځمکي ته (د ځان تر مراقبې) بل ستر واعظ نه دی رالېږلی.

يعنی چي انسان همېش د خپلو کړونو او اعمالو څارنه کوي.

تل د خپل رب طرفته متوجه وي.

قبر او اخرت نه هېروي.

ځينو سلفو ويلي دي:

داسي مه کېږه چي په ښکاره د الله ولي يې، خو په پټه د الله دښمن يې.

موږ په يو عجيبه زمانه کي قرار لرو؟!

هغه زمانه ده چي نظر نورو زمانو او وختونو ته حرام او ناروا کارونو پکي په ډېره اسانۍ سره پيدا کېدلای او ترسره کېدلای شي.

خو!

که فکر وکړل شي، دا هغه زمانه ده که يو څوک د الله لپاره حرام او ناروا کارونه ترک کړي، نو خپل رب ته ډېر ژر ځان رسولی شي.

ځکه چي په کوم وخت کي چي حرام او ناروا کارونه ډېر او اسانه وي، خو يو څوک يې د الله لپاره ترک کړي، نو داکس الله ته ډېر محبوب کېږي.

ای ځوانه!

ستا ټليفون د صندوق په څېر دی;
کېدلای شي چي يا يې له جاري نيکو څخه ډک کړې او يا يې هم د جاري بديو څخه.

پس!

ستا خوښه ده چي له څه شي څخه يې ډک کوې.

خو هر څه چي وي، د قيامت په ورځ به يې په خپله عمل نامه کي ومومې.

اې ځوانانو!

د يوازي والي له ګناهونو څخه ځانونه وساتئ، په ځانګړي توګه د ټليفون، کمپيوټر او ټلويزيون له ګناهونو څخه.

د يوازيوالي ګناهونه تاسو د يوازيوالي له عبادت څخه راګرځوي.

د خپل رب له مناجات، ياد، دعاء او ذکر څخه مو راګرځوي.

او بلاخره د يوازيوالي ګناهونه تاسو له اجتماعي عباداتو او نېکيو څخه راګرځوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

در همه چیز عیب و هنر است، عیب مه جو تا هتر آری بدست. تلیفون او مبایل او انترنټ کی ته قرآن، عقاید، تفسیر، مختلفی فتوای ګانی… او نور اسلامی فقهی مسایل هم تر لاسه کولای شې. نو څه ضرور ده چی فاحش سایتونه ګوري. فاحش سایتونه اکثرآ هغه خلک ګوری چی له تمدن څخه ورسته پاتی وی. سروی شوی چی په دنیا کی ډیری فاحش فلمونه د ځوانانو لخوا په پاکستان کی لیدل کیږی. هغه ملکونه چی دا فاحش فلمونه تولیده وی هغوی ضرورت نلری چی تا فلمونه وګوری هلته خلک ټول په کارونو مصروفه دی او د داسو… نور لوستل »