افغانستان

اشرف غني: له مضبوط ضمانت پرته طالبانو ته په نظام کې ونډه نه ورکوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وايي، تر هغه مهاله چې طالبان دیموکراسي، د ښځو حقوقو او نورو ارزښتونو ته مات نشي د سولې مذاکرات ورسره بې معنی دي او هغوی ته په نظام کې ونډه نه ورکوي.

غني د «شپیګل» په نوم ورځپاڼې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې طالبانو ته هغه مهال په نظام کې ونډه ورکوي، چې قوي ضمانت شتون ولري او هغوی دیموکراسي، د ښځو حقوق او نور ارزښتونه ومني.

غني زیاته کړه « له یوه قوي ضمانت پرته طالبانو ته په نظام کې ونډه ورکول ناشوني دي او تر هغه دمه چې هغوی د دیموکراسۍ په ګډون ټول ارزښتونه منلي نه وي؛ مذاکرات ورسره بې ګټې دي، ما کله هم له ثبوت پرته څه نه دي منلي».

د غني په قول، طالبانو د سولې د خبرو په مهال د کابل حکومت د شکست ادعا کوله او خپله بریا یې ښکاره کوله؛ خو «کابل ویتنام نه دی چې خلګ یې د تېښتې لپاره ځانونه په چورلکو پسې وځړوي»

نوموړي ددې ترڅنګ یاده کړه، چې د بریا ادعا نه کوي؛ خو شونې ده یو ځل بیا د پنځو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر شي او دا ځل غواړي په ټول ځواک سره د افغانستان د راتلونکې لپاره کار وکړي.

د ګډ حکومت مشر داسې مهال په نظام کې د طالبانو ونډه په ډيموکراسي او نورو «ارزښتونو» پورې تړلې بولي، چې د مذاکراتو له لغوه کېدو ورسته په اسلام اباد کې د طالب او امریکایي استازو لیدنې او د طالبانو د سیمې سفرونو بیا د مذاکراتو د بیا ځلې پیل هیلې راټوکولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طیب

وایی پکہ دا دی لا بلہ سپکہ )ھغہ‎ دی نظام نہ منی تہ ورتہ ضمانت ږ‎دی

Hidayat shiṇwaray

ګوري ,دا د غني خپل شخصي نظر نه دي بلکي د غني د مربي خبري دي چي غني یی تاسو ته انعکاسوي.
غني په حقيقت کي طوطا دي چي د پرديو خبري تاسی ته هو به هو تکراروي

همت جان

علمای کرام رحمهم الله د لوی څښتن د کلام قرآن کريم او د پیغمبر صلی الله عليه وآله وسلم د سنتو له مخي دموکراسي «کفر بواح» (ډاګيز کفر) ګڼي، خو د امريکايي اشغالګرو ټيټ او زبون ګوډاګی اشرف غني طالبان د دموکراسۍ منلو ته ور بولي او له دې پرته په دې غير اسلامي او بل واکي نظام کي ان ونډه لا نه ورکوي ؟! لوی څښتن څه ښه فرمايلي دي: وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ ۗ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ… نور لوستل »

جميل

اوه ، هغه شليدلی فاسد نظام چی بيله څو منافق غلامانو څخه بل هيڅ مسلمان افغانته د منلو ندی ، دا کم عقله ليونی مفکر غواړی چی سپيڅلو مجاهدينو ته پکښی ونډه ورکړی هغه هم په شرطو سره .
دی غلام دولت او ډيسی مشر ته يی خپل وزن ندی ورمعلوم .
ته غلام منافق به خامخا د خپل مشر غلام نجيب غوندی پدار شی ان شاءالله او يا داچی له هغه نه مخکی به ځان وژنی .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x