افغانستان

ټاکنو کمېسیون د نوماندانو د فشارونو دکمولو په برخه کې له ناټو مرسته غوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د نوماندانو له لوري تر فشار لاندې دي او اوس یې ددې فشار د کمولو په برخه کې له ناټو مرسته غوښتې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې «حوا علم نورستاني» له «ازادي رادیو»  سره په مرکه کې ویلي « ځیني کاندیدان د پایلو د ژر اعلانولو په برخه کې په موږ فشار راولي او وايي، که د ټاکنو پایلې وځنډېږي موږ ته به له درغلیو ډکې مالومې شي، موږ د ناټو له استازو وغوښتل؛ څو له یادو نوماندانو سره په لیدنه کې له هغوی وغواړي، چې په موږ دې فشار نه راولي، موږ ځانګړی مهالوېش او پلان لرو اوکه چېرې هغوی په بیا، بیا وايي، طبیعي ده چې موږ نا ارامه کېږو».

د نورستانۍ په قول، د ناټو استازو ددوی کار له نږدې لیدلی او ددوی  ستاینه یې کړې.

یاده دې وي، چې تېره ورځ په کابل کې د ناټو ملکي استازی «نیکولاس کي» د برتانیا د سفیرې«الیسون» سره په ګډه د ټاکنو کمېسیون ته ورغلی وو، هلته یې د رایې شمېرنې بهیر له نږدې لیدلی وو او د یاد کمېسیون له چارواکو یې غوښتي وو، څو بې طرفه پاتې شي او د رایې شمېرنې په مهال شفافیت په پام کې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

بس نو غلامیت شکر لری؟ تاکنی زموژ او غوشتنی او سپارشتنی ددوی.

جميل

نورستانی ! په ناټو ماټو سره دی څه نکيږی ، پمپيو خبروه .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x