افغانستان

غزني پوهنتون کې چاودنې لس تنه ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): نن ورځ سهار مهال د غزني ولایت په یوه پوهنتون کې چاودنې لس تنه ټپیان کړي.

د غرني ولایت والي «وحیدالله کلیمزی» وایي، چاودنه د غزني پوهنتون د دري ادبیاتو د پوهنځي په یوه ټولګي کې رامنځته شوې، چې له امله یې لس تنه ټپیان شوي.

د کلیمزي په خبره، د ټپيانو له ډلې د یوه تن حالت د اندېښنې وړ دی.

یاده دې وي، چې تر دې دمه نه د چاودنې ډول څرګند شوی او نه هم د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه اخستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x