د غربي ښکيلاک پيل

عبدالجبار مطمئن- فراه

د فراه ولایت مرکز څلرمې ناحیې کې د حضرت عثمان غني مسجد څنګ ته د احمدیه مدرسي طالب العلم وم چې د ماخستن لمانځه وروسته مې د ملګرو سره یوځای مطالعي ته زنګون کت وو او لکه پتنګان د شنه څراغ شاوخوا راټول سوي وو.

موږ هم د أمریکا د نږدي حملي او یرغل خبرونه اوریدلي وو خو داسي اثر یې په چا نه وو کړی چې له ځایه وخوځي او یا له کوره ووزي.

د میزان میاشتي منځ وو او د شپي شاوخوا ۹ بجي وي چې زموږ په ۵۰۰ مترۍ کې د (راهدار) پر انټنونو د آمریکا میزایل راغلل او شاوخوا سیمه یې سخته ولړزول.

زموږ د اوطاق ټولي ښیښي راولویدي او ځیني ملګري یې لږ سطحي خوږ هم کړل، وحشت خپور سو او هرڅوک یوي خواته ځغاستل، له اوطاقه راووتو د عامو خلکو کورونو کې د ماشومانو ژړاګاني او شورماشور اوریدل کیدی.

سمدلاسه خلکو خپل له کورونو له دي ویري چې ټول ښار بمباریږي کوچ وکړ، خپل کورونه یې پریښودل او د کلیو پر لور وخوځیدل. ډیرو خلکو دا توان او یا وسائل نه درلود او د ښار په شمالي څنډه کې زهکښ (کانال) ته د خپلو کورنیو سره شیوه سوي وو. دا کانال داسي ډک وو لکه د واده تالار…

 د الله د نجات عجیبه خاطره!

د راهدار د ۲ کسه مامورینو کورونه هملته د راهدار څنګ ته پراته وو او هغوي سخت بیریدلي وو، ټول ماشومان او کورنۍ یې د نجات په نیت فلانکوچ موټر ته اچولي وو خو له وارخطایې فلانکوچ لښتي ته ځیني لویدلی وو.

دلته د لمړنیو میزایلو له ګیدو ایله ۱۰ دقیقي تیري شوي وي…

ځکه چې موږ د حجري بې پروا طالبان وو زه او ملانقیب الله د میزایل د لګیدني د ځای او تخریب لیدلو لپاره (راهدار) ته ورغلو… چې ګورو هغه دوه کسان په ډیر تکلیف لګیا دي د زاړه تعمیر څنګ ته موټر له لښتي راباسي او ماشومان ورته ژاړي، او نشي کولای، ډیره سخته صحنه وه، موږ دواړه سمدلاسه ورسره ملګري سوو او د موټروان د موټر ټیر له لښتي راووت او دواړه په بیړه سپاره شول، او موږ ته یې ویل خیریوسئ خو ژر له دي ځایه ولاړشئ چې دا ځای خطرناک دی.

۵ دقیقي وروسته په همدغه ودانۍ چې زموږ په شمول ۲۰ یا ۲۵ کسان یې څنګ ته ولاړ وو بیا میزایل راغلل او اثر تري پاته نشو… سترڅښتن د هغو ماشومانو او کورنیو د نجات لپاره غیبي د خطر منځ ته وروستو او بیا یې نجات هم راکړ…

دویم ځل د میزایلو راتلو ډیره زیاته ویره خپره کړل او خلک له ټولو هغو ځایونو وتښتیدل چې دولتي، ځایونو ته نږدي وو او یا نظامي هدف ګڼل کیده.

زموږ کورنۍ ډیر نور کورونه د کلي پرخوا تللي وو او موږ په ښار کې پاته سوو… عجیب وحشت خپور وو او عجیب بدحالت وو.

له همهغي شپي وروسته ټولو رادیوګانو ته غوږ نیولی وو چې په ټول هیواد کې د امریکا د سختو بمباریو خبرونه راتلل، د ۱۵ خرواره بمونو کیسه هغه وخت لا کیده، هره لحظه د تلفاتو کچه لوړیده او د بي بي سي خبریالانو به په وحشتناک ږغ د بمباریو خبرونه خپرول…

خلکو د امریکا د طاقت او ټکنالوژۍ عجیبي کیسي کولي، چا ویل چې څلور انچه شی له اسمانه ويني، چا ویل باروت او مرمې نشي تري پټیدلای، چا ویل: د مخالف ټوپک په لیزر ویلي کوي او مرمي خنثاء کولای شي، چاویل څوک نسي تري پټیدلای، چاویل د دروغو معلومولو ماشین لري او د زړه خبري دي اوري، چا ویل چې د شپي داسي هدف ویشتي چې نور یې له ورځي نشي ویشتلای!!

خو دا ټول بیا په کرار کرار دروغ وختل، هغوي هیڅ داسي ځانګړي موجودات نه وو، یوازي په خپله تبلیغاتي لوبه خلکو کې وحشت اچولی وو.

هغه وخت چا دا جرئت حتی سوچ نشو کولای چې دي ستر تیري ته ښکیلاک او د غربي نړۍ بغاوت ووایې، ځکه هرڅه د امریکا په ګټه روان وو او هغه کیدل چې ددوي خوښه وه.

ځیني نور بیا په وړو خبرو د حاکم نظام له بیځایه سختګیریو نه په تنګ وو او غوښتل یې له هغوي خلاص شي، نو ځکه غربي ښکلاک ته خوښ وو او د امریکا راتلل یې د افغانستان په ګټه باله.

دا دی اوس ۱۸ کاله بعد هرڅه بدل سوي، د امریکا په خلاف د ولسونو او ځوانانو په بیلابیلو مجلسونو کې ږغ پورته سوی او د (لاړه شه أمریکا لاړه شه) خبره اوس هر افغان کوي او د غربي ښکیلاک وجود د طن په تاوان ګڼي او کړي ظلمونه، بمبارونه، وحشتونه او خیانتونه یو یو برملا کوي.

نن هر افغان د سولي لپاره هڅه کوي او د مذاکراتو پړاونه تعقیبوي، بیا پیلیدل یې غواړي او د ناورین پای نږدي ورته بریښي.

طمعه ده چې ډیر ژر به د غربي ښامار نیښونه ووزي او شرمیدلی به د هغي غار په لور لاړشي، له کومي چې ۱۸ کاله مخکي راوتلی وو.

حسبنا الله و نعم الوکیل، نعم المولی و نعم النصیر و ما ذلک علی الله بعزیز.

عبدالجبار مطمئن ـ فراه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

ان شاءالله.