افغانستان

ټاکنو کمېسیون: بې بایومټریک رایې د باور وړ نه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، غیر بایومټریک شوې رایې ورته د اعتبار وړ نه دي.

دغه څرګندونې د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون یو تن غړي «مولوي دین محمد عظیمي» د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له غړو سره په ګډه یوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل « د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایاتو له کمېسیون سره په همغږي کار کوي او هڅه کوي، ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي؛ خو له بایومټریک پرته رایې به نه حسابېږي او یوازې بایومټریک شوې رایې د اعتبار وړ دي».

د نوموړي په خبره، د غیر بایومټریک شویو رایو نه شمېرل ورته سره کرښه ده او کله به هم دې رایو ته اعتبار ورنکړي.

د ټاکنو دواړه کمېسیونونه داسې مهال د غیر بایومټریک شویو رایو له شمېرلو نټه کوي، چې د دولت ساز ټیم په ډله پورې تړلي غړي بیا د غیر بایومټریک شویو رایو په شمېرلو ټینکار کوي، څه موده وړاندې د مشرانو جرګې رييس «فضل هادي مسلمیار» هم په یوه ناسته کې ګواښ وکړ، چې د زور له لارې به د ټاکنو په کمېسیون غیر بایومټریک شوې رایې وشمېرې.

د څارونکو په باور، په غیر بایومټریک شویو رایو کې د درغلي شونتیا زیاته ده او زیاته برخه په «دولت جوړوونکي» ټیم پورې اړه لري چې که ونه شمېرل شي، د یاد ټیم د رایو سلنه به ډېره کښته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x