
ټرمپ د ترکيې اقتصاد د ويجاړولو ګواښ کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناټو متحد هېواد ترکيې ته خبرداری ورکړی، چې که د سوريې په شمال کې يې خپل بریدونه زيات کړل، دی به يې اقتصاد په بشپړ ډول ويجاړ کړي.
تېره ورځ ولسمشر ټرمپ د سوريې له شماله د امريکايي پوځيانو د ويستلو لړۍ پيل کړه، چې ورسره په دغه سيمه کې ترکي پوځيانو ته د کردي ملېشو ضد عملياتو زمينه برابره شوه.
د ټرمپ پر دې پرېکړه په امريکا کې ديموکرات او جمهوري پلوو ګوندونو غړو نيوکې کړي او وايي، چې له سوريې د امريکايي پوځيانو له وتلو سره به هلته کردي ملېشې تنها پاتې شي او د ترکي پوځيانو د عملياتو ښکار به شي.
د يادونې وړ ده، چې د سوريې شمال کې کردي ملېشې د داعش ضد جګړو کې د امريکا متحدين دي، خو ترکيه يې ترهګر بولي.
د سياسي ګوندونو له لوري پر ټرمپ له نيوکو وروسته نوموړي د ترکيې اقتصاد د ويجاړولو ګواښ کړی دی.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «څرنګه چې ما مخکې هم ويلي، يو ځل بيا دا خبره کوم، که ترکيې داسې ګام پورته کړ، چې زما له نظره ناجائز و، نو زه به د ترکيې اقتصاد په بشپړ ډول ويجاړ کړم.»
As I have stated strongly before, and just to reiterate, if Turkey does anything that I, in my great and unmatched wisdom, consider to be off limits, I will totally destroy and obliterate the Economy of Turkey (I’ve done before!). They must, with Europe and others, watch over…
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) October 7, 2019
د ټرمپ له دې ګواښ وروسته د ترکيې کرنسي «لېره» ارزښت لويدلی دی.
ترکيې تر اوسه د امريکايي ولسمشر د ګواښ په ځواب کې څه نه دي ويلي.
والله خیر الرازقین