
له ايغوري مسلمانانو سره ناوړه چلند له امله امريکا د چين پر ۲۸ شرکتونو بنديزونه لګولي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د چين له ايغوري مسلمانانو سره د ناوړه چلند له امله امريکا پر چينايي حکومت نيوکې کړي او د دغه هېواد ۲۸ شرکتونه يې په تور لېست کې شامل کړي دي.
اې ايف پي خبري اژانس د امریکا د ماليې وزارت په حواله ليکلي، د چين ۲۸ شرکتونه يې په تور لېست کې شامل کړي دي.
له دې اعلان وروسته د امریکا د مرکزي حکومت له امر پرته هېڅوک د چين له يادو ۲۸ شرکتونو سره راکړه ورکړه نشي کولی شی.
د امريکا د ماليې وزارت وياند ولبور روز ويلي، امريکا له ايغوري مسلمانانو سره د چينايي حکومت کړنې نشي زغملی.
د راپورونو له مخې په کومو چينايي شرکتونو چې بنديزونه لګېدلي، دا شرکتونه څارونکي امنيتي کامرې، منصوعي ذهانت زيرک الات، د ټيکنالوجي آلې او تخنيکي حساس مواد جوړوي.
امريکا دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې روانه اونۍ د امریکا او چين ترمنځ د سوداګرۍ بيرته فعالولو په اړه مذاکرات پيليږي.
د امريکا له لوري پر چينايي شرکتوو له بنديزونو وروسته د دواوړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګريزې پاليسې کېدونکې مذاکرات اغېزمن کېدای شي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د امریکا او چين ترمنځ سوداګريزه جګړه روانه ده او دواړو هېوادونو د يوه بل پر توليداتو تعرفې زياتې کړي دي.
چينايي حکومت په سنکيانګ ايالت کې لس لکه ايغوري مسلمانان په کمپونو کې بند ساتلي او د هغوی د مذهب بدلولو لپاره يې بېلابېلې لارې چارې پيل کړي دي.
چينايي حکومت غواړي ايغوري مسلمانان له خپل دينه واړوي، د هغوی پر ديني مراسمو يې بنديزونه لګولي، په حجاب، ږيرو او اسلامي جامو يې بندیز دی، په زوره پرې د خنځير غوښې او شراب خوري.
واشنګټن وايي، د چين حکومت د جرمني نازيانو د ظلمونو تاريخ بېرته راژوندی کړی دی او امريکا به هېڅکله دا کړنې ونه زغمي.