
طالبانو په غزني پوهنتون کې چاودنه غندلې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د غزني ولایت د دولتي پوهنتون دننه د چاودنې او په پایله کې یې د محصلانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو، طالبانو یاده پېښه غندلې او دا ډول بریدونه یې د بشري اصولو خلاف بللي.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «راپور مو تر لاسه کړ چې په غزني کې د پوهنتنون دننه چاودنه شوې. اسلامي امارت دغه عمل په کلکه غندي، تعلیمي ادارې هدف ګرځول د اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دی.»
#وضاحت:
راپور مو تر لاسه کړ چې په غزني کې د پوهنتنون دننه چاودنه شوې.
اسلامي امارت دغه عمل په کلکه غندي، تعلیمي ادارې هدف ګرځول د اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دی.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 8, 2019
یاده دې وي، چې نن سهار د غزني د دولتي پوهنتون دننه د دري ادبیاتو په پوهنځۍ کې چاودنې ۲۳ تنه ټپيان کړل، په ټپيانو کې ښځينه زده کوونکې هم شاملې وې.
عجبه ده په مسجد کی بیگناه وژنی خو دا غندی، هغه جهاد خو دا نا جایز بولی. اوس به بیا مجاهد دلندن د بلیر پارک خخه فتوا پر ورکی.
زه هيڅ عقیده نلرم چې طالبان د هغه مځکه ، ځای او پيروان یې ووژني او ویران يې کړي ، د کومو دساتلو لپاره چې طالبان د ا ۱۸ کاله د صلیب د یرغل په مقابل کې جنګیږي خو cia او د هغې داخلي فاسد بې نا موسه مذدوران په خپله په مسجدو نو او ښونځویو کې چاودنې کوي او بیا یې خپلو فاسده مذدورانو ته لکه کرزی ، غني ، عبدالله او داسې نور ملکي او عسکري بي ناموسه افزاروته په خوله کې ورکوي چې بیا هم د فاسدې میديا له خوا څخه د طالب پر ضد او خلاف… نور لوستل »
پتنګ ته: ستاسو خلکو صرف رد او بد ویل نور څه زه ندی. شکر چی زه د حکومت کس نه یم کنه نو په ځواب کی در ته ویل چی: ### په خپله یی چی سترګی نلری. دا مولوی صیب ریحان په جومات کی چا شهید کړ، د مولود شریف په پروګرام کی چا انتحار وکړ داسی نورو جوماتونو او ښارونو کی څوک انتحار کوی. ### چی هر چا ته کنځلی کوی نور د څه زده ندی.
دا دومره مکتبونه مو چی وسوځول دا څنګه؟