مشرانو جرګه: د حکومت له پوښتل کېدو پرته د طالب زندانیانو تبادله «ملي حاکمیت» تر پوښتنې لاندې راولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې په رسنیو باندې د دریو هندي انجینرانو په بدل کې له باګرام زندان څخه د ۱۱ طالب بندیانو د خلاصون خبرونه ورکړل شول، د مشرانو جرګې دې پېښې ته توند غبرګون ښودلی، د حکومت له پوښتنې پرته د طالبانو تبادله یې د ملي حاکمیت نقض بللی او په دې برخه کې یې له حکومت سپيناوی غوښتی.

د مشرانو جرګې رییس «فضل هادي مسلمیار» ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل « له بګرام زندان څخه د ۱۱ طالب بندیانو د خلاصون په مسئله کې د عزت او ملي حاکمیت بحث مطرح دی، موږ د طالب بندیانو د تبادلې مخالف نه یو؛ خو په دې شرط چې په دې برخه کې اړین قانوني پړاوونه وهل شوي وي».

نوموړي زیاته کړه « که چېرې امریکا د خلیلزاد د پټو معاملو په دوام د افغانستان د حکومت له نظر اخستلو پرته طالب زندانیان خلاص کړی وي،  دا کار رښتیا هم خواشینوونکی دی او افغانان نور ددې بې عزتۍ تاب نه لري.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې مرستیال «محمد علم ایزیدیار» وویل « حکومت دې سپیناوی ورکړي، چې د ۱۱ طالب زندانیانو د تبادلې په برخه کې پوښتل شوی یا نه، ارګ او سپیدار ماڼۍ دې دا مسئله جدي ونیسي په دې برخه کې زموږ ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي».

مشرانو جرګه وروسته له هغه د طالب زندانیانو په تړاو له حکومت سپیناوی غواړي، چې څو ورځې وړاندې رسنیو د ۳ هندي انجینرانو په بدل کې د ۱۱ طالب زندانیانو د خلاصون خبر ورکړل شو.

که څه هم طالبانو تر دې دمه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي ؛ خو ویل کېږي، په خلاص کړل شویو طالب زندانیانو کې ددې ډلې دوه پخواني والیان او نور پرنفوذه اشخاص شامل دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طیب
میلمه
طیب

تہ چی تر کم چت لاندی یی دادچا پیرزوینہ دہ محترمہ

جلال
میلمه
جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
دا بی ننگه نوکران واقعا دونه بی عقل دی، که هسی زان لیونی او کودن اچولی دی.
کوم ملی حاکمیت؟؟؟
الله تعالی مو تباه و برباد کری، چی دونه بی حیا او بی عزت یاست.
الله تعالی خیر سره واقعا یو ملی او مستقل حکومت، د دی خاوری ریشتینی مجاهد بچیان ته ورنصیب کری، چی تول دغسی بی وجدان او بی حیثیت خلک، په اشد مجازات محکوم شی.
حسبناالله و نعم الوکیل

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو دمخه خو دغه خبیث او نومونه یی سپیڅلی دی باید بدل یی کړی. دغه خبیث لیکلی چه [ د حکومت له پوښتل کېدو پرته د طالب زندانیانو تبادله «ملي حاکمیت» تر پوښتنې لاندې راولي] افغانستان حکومت اشغالګر دی ، باګرام کی خبل زندانونه لری، غلامی اداری ته د تلو راتلو ویزی ورکوی ، وزیران یی زمونږ ریسان د سپو په شان غواړو، د دی د پاره چه هیوادوال متوجه نه شی د باګرام له امریکایی نظامی بیس څخه د ګلخانی یا سپیدار ماڼی جوړوی . د مفعول یا فاحشی بی شرمی او بی حیایی په هماغه اوله ورځ… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دبل چا په زورقدرت ته رسیدلی دعزت اوملی حاکمیت خبره کوی، هیڅ شرم نلری. کفریار یولږڅه خوحیاوکه، دومره بی شرمی او بی حیائی؟

A saeed
میلمه
A saeed

مسلم يار أو كه ده صليبيانو يار
??????
ملي حا كميت أو كه ملي خيانت
؟؟؟؟؟؟؟
رسواء رسواء ياست
دا ايكتونه فايده نه درته كوي
ملت ته معلوم ياست
حيثيت مو بادار ته صفر ده
😡😡😡

عظیمی
میلمه
عظیمی

ممثیل یار صاحب ته. تو سر پیاز یا هم بیخ پیاز چه داسی غټی خبری کوی. سبا به یی ستا په سر هم توره کڅوڼه در اغوستی وی او قسم کی غنی ګوډاګی هم دومره همت ولری چه را خلاص دی کی.څه چه دی ډالر صاحب درته وایی هغه کوه او بس. ته خبله ده دی اشغال محصول یی. چه دغه کسان یی نیوله ستا څخه یی پوښتنه وکړه چه اوس یی تبادله کوی نو بیا ستا مولی یار صاحب سره مشوره وکړی. ځپل ګریوان کی وګوره چه ولی داسی بیعقل یی. الله مو تباه که تاسی موروطن فروشه. چه… نور لوستل »