افغانستان

د امریکا سفارت: په ټاکنو کې درغلی ته ځای نشته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا د سفارت کارکوونکو تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون لیدنه کړې، د هغوی کار یې ستایلی او د تېر په څېر یې په شفافیت ټینګار کړی.

د امریکا سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي « خوښ یو چې په کابل کې مو د ټاکنو له کمېسیون لیدنه وکړه، په ټاکنو کې فساد او تقلب ته ځای نشته، رایه ورکوونکي تمه لري چې رایې یې په بشپړ غوړ او شفافیت وڅېړل شي».

امریکا داسې مهال د رایې شمېرنې په بهیر کې د غور او شفافیت هیله لري، چې د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، د نوماندانو له لوري تر فشار لاندې نیول شوي او له دوی غواړي، چې ژر تر ژ ره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون په دې برخه کې خپل غږ د ناټو تر استازو رسولی او ددې فشارونو د کمولو په برخه کې یې له هغوی مرسته غوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x