افغانستان

ټاکنو کمېسیون: د مېزان په ۲۷ د پایلو اعلان ناشونی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د مېزان په ۲۷ نېټه د پایلو اعلان ناشونی ښکاري.

د ټاکنو کمېسیون یو تن غړي « مولانا محمد عبدالله» په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « له ټاکنو یوولس ورځې تېرېږي او په  ۲۶۵۶۸ ټاکنیزو مرکزونو کې له موجودو ۲۲۴۰۰ بایومټریک دستګاوو او لومړیو معلوماتو څخه ۱۴۰۰۰ بایومټریک دستګاوې مرکزي سرور ته انتقال شوې، که چېرې د  لومړنیو معلوماتو مراحل طی کول همداسې دوام ومومي د مېزان په ۲۷ به د ټاکنو پایلې اعلانول ناممکن وي».

ټاکنو کمېسیون داسې مهال په اعلان شوې نېټه د ټاکنو پایلې اعلانول ناممکنې بولي، چې د یاد کمېسیون چارواکي وايي، د نوماندانو له لوري تر فشار لاندې دي او د پایلو د ژر اعلان غوښتنه ورڅخه کېږي.

د ټاکنو کمېسیون چارواکو په دې برخه کې د ناټو له استازو مرسته غوښتې وه او له هغوی یې هیله کړې وه، چې د نوماندانو سره په ناستو کې هغوی د پایلو د اعلان تر مهاله انتظار ته قانع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا خو ټوله پوهيږی چی پدی نيټه ناشونی دی ، تر هغه وروسته هم ناشونی ښکاری . په نورو هيوادو کی د پنځوس او سلو مليونو رای په يوه ورځ شميرل کيږی خو په افغانستان کی دوه مليونه رايی چی تر نيمی ډير به يی درواغ او نيمی به يی هم د غلام دولت مامورين وی هيڅکله سم نه شميرل کيږی ، په پای کی به باس يا پمپيو د يو څو غلامانو لاسونه پورته کړی چی دادی غاصب کفارو ته تر ټولو وفاداره د غلامانو غلام مشران . ديته وايی د ډيموکراسی شفاف انتخابات . بيا هم تف او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x