له شپږو ساعتونو کم او له نهو ساعتونو زیات خوب د زړه حملې خطر زیاتوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): د غوره روغتیا ساتلو لپاره د ښه خوب په اړه پوهان ټول په یوه خوله دي، خو باید دغه نکته دقیقه ونېول شي او خوب په معتدل ډول ترسره شي.

د پوهانو په وینا چې له ۹ ساعتونو زیات خوب پر روغتیا منفي اغیز کوي، او کولای شي په انسان کې د زړه حملې ګواښ ۳۴سلنه زیات کړي، دغه ډول د خوب کموالی هم له خطرناکو زیانونو خالي نه دی.

د بدن روغتیا لپاره خوب تر ټولو زیاتې ګټې لري، د وزن په ساتلو کې مرسته کوي، له ناروغیو مو ژغوري، په مرسته یې دماغ غوره فعالیت کوي، د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي، خو کموالی یا زیاتوالی یې خطرناکې پایلې هم لرلای شي.

د امریکا په یوه څیړنیز مرکز کې د زیات خوب «ناسم» او د زړه حملې ګواښ ترمنځ اړیکې موندل شوي دي، په دغه څیړنه کې ۴۶۱زره کسان چې عمرونه یې د ۴۰ او ۶۹ کلنۍ ترمنځ وو شامل شوي دي، دوی له دې وړاندې کله د زړه حملې سره نه و مخ شوي.

د ۷ کلونو په جریان کې څیړونکو د دغو کسانو جینیاتي یا میراثي معلومات، د خوب عادتونه، طبي ریکارډ او داسې نور وڅیړل، چې ددغې څیړنو په اړه حیرانونکې پایلې وموندلې.

هغه کسان چې خوب یې له شپږو ساعتونو کم وو د زړه حملې ګواښ یې ۲۰سلنه زیات شوی و، بلخوا هغه کسان چې له ۹ ساعتونو زیات ویده کېدل د زړه حملې ګواښ يې ۳۴سلنه زیات وموندل شو.

خو هغه کسان چې د زړه حمله یې د میراثيتوب له کبله رامنځته کېدله، د ۶ او ۹ ساعتونو ترمنځ خوب کولو سره په کې د زړه حملې ۱۸سلنه کموالی راغلی دی.

په دې لړ کې په څیړنه کې یوه برخه اخیستونکي «ایاس داګلاس» ویلي: تر ټولو ښه خبر دادی چې مونږ د خوب او د زړه حملې ترمنځ اړیکې وموندلې، دغه ډول د روغتیایي عادتونو او تغذیې او خوب ترمنځ مو هم اړیکې په ډاګه کړې.

د څیړنې نورو برخه اخیستونکو هم ویلي: لکه څرنګه چې د ورزش، روغتیایي خوړو او داسې نورو څیزونو ترمنځ اړیکه شتون لري د خوب زیاتوالی یا کموالی هم د زړه ناروغیو سره ژوره اړیکه لري، چې په مرسته یې وګړي کولای شي له زړه حملې خطر څخه ځان وژغوري.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د