پر وخت خوب مو ازموینه کې د ښو نمرو اخیستلو ضمانت کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): ددې راپور دا هدف هیڅکله نه دی چې تاسې زده کړو ته شا او خوب ته مخه کړئ، بلکې د یوې وروستۍ څیړنې له مخې ښودل شوې، هغه څوک چې په سمه توګه او پر وخت ښه خوب کوي دوی په ازموینه کې غوره کارکردګي ښودلی شي او د نورو په پرتله یې نمرې ښې وي.

دا کومه نوې خبره نه ده چې ښه او مناسب خوب د انسان پر روغتیا مثبت اغیز کوي، د شپې وختي ویده کېدل او سهار وختي پاڅېدل د ښې روغتیا ضمانت کوي او وګړي له ګڼ شمېر ناروغیو څخه ژغورلای شي.

د یوې وروستۍ څیړنې له مخې ویل شوي، هر هغه کسان چې د ازموینو پرمهال د زده کړو سربېره په خپل خوب هم پام کوي د هغوی په پرتله چې زیاته خواري کوي خو خوب یې نامناسب او بې وخته وي زیاتې نمرې اخیستلای شي.

په یوه پوهنتون کې د څیړنې ثابتولو لپاره د ۱۰۰ زده کونکو د درسي دورې، ورځني کارونو او د خوب بشپړ معلومات ترلاسه شول، ددوی د بشپړ درسي سمستر فعالیت څیړنه وشوه، چې په لړ کې یې میاشتنۍ، ۲ میاشتنۍ او نهایي ازموینې شاملې وې.

له څیړنو څرګنده شوه هر هغه زده کونکي چې د شپې ناوخته په خوب عادي وو په ټولو ازموینو کې یې فعالیت د پام وړ نه و، که څه هم دوی زیات خوب کړی و، خو په پرتله یې هغه کسان چې د شپې پر وخت ویده کېدل په ازموینه کې څو چنده غوره وو.

د څیړنې له مخې دا هم څرګنده شوه که چیرې یو زده کونکی په عام ډول ناوخته ویده کیږي خو له ازموینې یوه ورځ وروسته وختي ویده شي او بشپړ خوب وکړي هم یې کارکردګي نه غوره کیږي.

که څه هم له څیړنې دا ثابته نه شوه چې ښه خوب په ښوونیز فعالیت اغیز کوي خو ددوی ترمنځ ژورې اړیکې موندل شوي، یعنې که یو زده کونکی د بشپړ خوارۍ او محنت ترڅنګ د شپې وختي ویده کیږي او له ښه خوب وروسته پاڅیږي نو د زده کړې په ډګر کې غوره فعالیت ته دوام ورکولی شي.

د روغتیا پوهان وایي چې د یوه عام زده کونکي لپاره د شپې ویده کېدلو ښه وخت ۱۰ بجې دي تر څو سهار له ۴ څخه تر ۵ بجو په منځ کې راپاڅیږي، په دې سره به یې په زده کړه مثبت اغیز پریوځي او د روغتیا حالت به یې هم غوره وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د