عمران خان: طالبان اوس هم د سولې تړون ته ژمن دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، د افغانستان کشاله د جګړې له لارې نه ګټل کيږي او ټينګار يې کړی، چې د امریکا او طالبانو درېدلې خبرې بايد بېرته پيل شي.

عمران خان تېره ورځ د امريکا کانګريس يو شمېر غړو سره د خبرو پر مهال ويلي، طالبان د افغانستان کشالې سوله ييز حل غواړي او له همدې امله اوس هم له امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي.

عمران خان دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې تېره اونۍ د طالبانو د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر مشرۍ لوړپوړی دولس کسيز پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هلته يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سربېره د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي او مشر مرکچي زلمي خلیلزاد سره هم ليدلي وو.

له ملا برادر سره تر ليدو وروسته شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، د افغانستان کشالې د حل په اړه د طالبانو دريځ ډېر قوي او معقول دی.

د تېرې سپتمبر مياشتې په اتمه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې، خو طالبانو او د امریکا خاص استازي تېره اوونۍ څو ځله په اسلام اباد کې مخامخ ناسته کړې ده.

د دغو ناستو جزئيات نه دي خپاره شوي، خو داسې ښکاري، چې کېدای شي د امریکا او طالبانو درېدلې خبرې بېرته پيل شي.

د کارپوهانو په اند وړمه ورځ د يوولسو طالب بنديانو په تبادله کې د درې هندي انجينرانو خوشې کول د امریکا له لوري د سولې خبرو بېرته پيلېدو لپاره زرغون څراغ دی او کېدای شي دا خبرې بيرته پيل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د