افغانستان

طالبانو هلمند کې د القاعده ډلې د مشر وژل کېدل رد کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، په هلمند ولایت کې د القاعده ډلې دمشر وژل کېدل د «دښمن» تبلیغاتي هڅه ده او حقیقت نه لري.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په خپل ټویټر لیکلي «هلمند کې القاعده ته د منسوب مشر د وژل کیدو ادعا حقیقت نلري د کابل د ګوډاګي ادارې چارواکو ادعا کړې چې څه موده وړاندې یې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د واده په مراسمو په بمبار او چاپه کې د القاعده تنظیم ته منسوب یو مشر وژلی دی. موږ د کابل د چارواکو دغه ادعا په کلکه ردوو او د دښمن د دروغجنو تبلیغاتو یوه برخه یې بولو.».

د احمدي په خبره، حکومت په دې توګه غواړي په خپلو «جنایاتو» پرده واچوي «حقیقت دا دی چې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې په یادو عملیاتو کې یوازې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه او د واده د مراسمو د ګډونوالو په شمول لسګونه تنه عام ولسي افغانان شهیدان او ټپيان شوي وو.»

یاده دې وي، چې طالبان وروسته له هغه په هلمند کې د القاعده ډلې د مشر وژل کېدل ردوي، چې تېره ورځ د ګډ حکومت ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې له لارې خبر ورکړ، چې څه موده وړاندې یې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د هند څانګې لپاره د القاعده ډلې مشر «عاصم عمر» وژلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بخت محمد هوتک

ژوندی او سی

الحاج استاذ بیانزی

اشغلګر تر مرمیو ډالر کاروی چه زیاته برخه یی به رسنیو لګوی، څه وخت د مخه یی قطر کی له طالبانو د القاعدی او نورو ګروبو ته چه دوی ورته دهشتګر وایی اړیکی قطع کولو تضمین غوښتلو، طالبانو په دی شرط منلی وه چه دوی له افغانستان ووځی. مګر اصلا ګوډ شیطان هڅه لرله د اسلامی معلوماتو له مخی : اسلام ته د ننوتلو لمړی دروازه یعنی کلیمه طیبه کی د استثمار او استعمار څخه د بشریت ازادی نغښتی ده، چه مونږ به له خالق لایزال او د ټولو مالک څخه په غیره بل طاغوت ته سجده نه کوو (… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x