طالبان: «اتلس کاله په اور کې» سیمینار د افغانستان روان حالت په حقیقي بڼه انځور کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي،  هیواد یو لوی شمېر علمي، سیاسي کدرونو، د ښوونځیو او پوهنتونونو استاذانو او ګڼ شمېر نورو خواخوږو په کابل کې د «اتلس کاله په اور کې» سیمینار په جوړولو سره د اولس د زړه اواز ته انعکاس ورکړ.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د « کابل کې د اشغال غندني غونډي، ولسي آواز دی» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره لیکي « تېره ورځ چې د اکتوبر۷مه نیټه او د امریکا په مشرۍ د ناټو د جنګي ائتلاف له لوري د افغانستان د اشغال د پیل لومړۍ توره ورځ وه؛ پر خواله رسنیو د هیوادوالو له لوري د پراخي غندني ترڅنګ؛ پلازمېنه کابل کې د یو شمېر لوستو وطنپالو ځوانانو د اشغال غندني په موخه د یو لوی سیمینار تابیا کړې وه، چې د هیواد یو لوی شمېر علمي، سیاسي کدرونو د ښوونځیو او پوهنتونونو استاذانو او ګڼ شمېر نورو خواخوږو هیوادوالو په کې ګډون درلود؛ دوی ټولو د اشغال ناخوالې او مظالم په رڼو شواهدو او مستندو دلایلو روښانه کړل، ورپسې یې په یوه خوله د اشغال غندنه او له اشغالګرو یې د ژر تر ژره وتلو غوښتنه وکړه.»

مطلب وړاندې زیاتوي « دوی خپل سیمینار (اتلس کاله په اور کې) هم په داسي نوم نومولی چې د افغانستان روان حالت په حقیقي بڼه انځوروي، اشغالګر او د هغوی کورني ملاتړي خو سره له دې چې زموږ په هیواد کې یې اور بل کړی او زموږ مظلوم هیوادوال یې د اور پر سره تبۍ کینولي؛ بیا هم دا خپل ټول مظالم او وحشتونه د پرمختګ او ترقۍ په نوم تلقي کوي، چې دا یو بل ظلم دپاسه ظلم بلل کیږي.»

د طالبانو په خبره، د سیمینار جوړوونکو ددې غونډې په رابللو په حقیقت کې د خپل ولس د زړه اواز ته انعکاس ورکړ « ظاهراً خو دا د یو شمېر لوستو او با احساسه افغانانو له خوا رابلل شوی سیمینار و، مګر په حقیقت کې همدا د ټول ځوریدلي ولس د زړه آواز دی، په دې کې هیڅ شک نشته چې ټول افغان ولس له اشغال او اشغالګرو څخه ترپوزي پوري رسیدلي».

یاده دې وي، چې د «اتلس کاله په اور کې» سیمینار په افغانستان باندې د امریکا د یرغل د اتلسم کال د پوره کېدو په مناسبت د سولې محور له لوري په کابل کې راغوښتل شوی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فیضی
میلمه
فیضی

که همدغه لوستی او بااحساسه افغانان هم په لاس درشی د ست له طرفه به یی حلال کری او ستاسو په اند د جهنم کندو ته به یی ولیژی

غوربندي
میلمه
غوربندي

غلط يې

عبدالله
میلمه
عبدالله

د طالبانو وخت کی هم هغه عالم یا طالب چی په یو سه یی سر خلاصیدی پنجاب له منخه ورل. بس ددوی دغسی سر ناخلاصه خوش وو لکه ملا داد الله، ملا فاضل، ملا ذاکر او …. چی پر شمال به یی ورخطا کرل په سلهاوو سلهاوو بیچاره تنکی زوانان به یی ددوارو خواوو په ووژل.
اوس هم شه عالمان هم د غرب هم د همسایه کانو او هم د طالب لخوا وژل کیژی. دغو کی چی اوس راتول سوی دی هم د غرب او پنجاب له نظره باید ورک سی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

دفیضی په شان غلامان خو به تر اشغلګرو د مخه ستاسی په اصطلاح د دجال د زندانو د تورو تمبو شاته د شکنچو د پاره راکش کوی فیضی به پکی د اتمر په شان استنطاق وی