حکمتیار: ټاکنې بحران ته تللې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي رییس او په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند «ګلبدین حکمتیار» وایي، ولسمشریزې ټاکنې بحران ته تللې او ټولو ټیمونو  له دې بحران څخه د وتلو په برخه کې له ده مشوره غوښتې.

حکمتیار له اریانا نیوز سره په خبرو کې وویل « د ټولو ټیمونو تر منځ دوامداره مجلسونه روان دي ، ټولو لورو ماته خپل استازي رالېږلي او له بحران څخه د ټاکنو د ایستلو په برخه کې یې له ما مشوره غوښتې، ما هغوی ته وویل راځئ په صمیمانه ډول د خدای او خپل ملت په وړاندې تعهد وکړو او اوسنی بحران پای ته ورسوو».

نوموړي ددې تر څنګ ادعا وکړه، چې ټاکنیز ټیم په ټاکنو کې تر نورو مخکښ دی « که چېرې بایومټریک رایې وشمېرل شي،  د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم تر نورو مخکښ دی، په دوهمه درجه کې د ثبات او همپالنې ټیم راځي او دولت جوړوونکی ټیم په دریمه درجه کې دی».

حکمتیار داسې مهال ټاکنې بحراني ګڼي، چې په کابل کې د امریکا سفارت وایي، په ټاکنو کې د درغلۍ هیڅ شونتیا شتون نه لري او د ټاکنو کمېسیون په شفافیت سره رایې شمېري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hejratullah Mowhid
میلمه
Hejratullah Mowhid

هیله کوم؛ سم او دقیق خبر جوړوئ له دروغو ډډه وکړئ، دا تاسو ته هیڅ کټه نلري، بلکې حیثیت ته مو صدمه رسوي.
د سولې او اعتدال ټیم د حنیف اتمر ټیم وو. د حکمتیار صاحب انتخاباتي مجموعه د سولې او اسلامي عدالت په نامه ده.

جميل
میلمه
جميل

سم او دقيق يی ولولی په پوه به شی !

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

ګلبدین الله(ج)شرمولی اوقران وهلی دی. ګلبدین اونوروغلو(ربانی، سیاف، مجد دی، ګیلانی، او………..)په مکه معظمه کی یی پر قران لاس کیښود، چی اتحاد او اتفاق به کوو. او داسلامی افغانستان د پاره به جهاد کوو. مګر دغلو قران وهلو او الله(ج) شرمولو ۷۲۰۰۰ بی ګناه کابلیان شهیدان کړل. ستا دغه پخوانی دچوراوچپاول انډیوالانوته ستا مشوره ور مالومه ده. بس چوراوچپاول ته امادګی نیسی.

عبدالله
میلمه
عبدالله

قصابه نو ستا طرح د بحران د ایستلو لپاره سه ده؟؟
ودی شرمولو، ریشتیا چی علم او هوشیاری بیل دی.
ستا په حال سخت افسوس.

جميل
میلمه
جميل

که د امريکی سفير باس غلام ګلبدين د غلام غنی پر چوکی نصب کړی بيا بحران نشته او اسلامی عدل به پر ځای شی .

مجاهد
میلمه
مجاهد

لمړی: اشغال شوی هیواد او د غلامانو ترمنځ ټاکنی د فاحشو ترمنځ ټاکنو ته وایی. دوهم: د نظم نوین جهانی معیارونه بدل کړی شفاف ته درغلی او درغلیو ته شفافیت وایی دروغ، غلا او درغلنی په دموکراسی او سکولریزم کی تقوی ده . دریم: ګلبدین د نظم نوین جهانی اشغال ته له اوله تسلیم شوی وو ، اشغالګرو تری د طالب مجاهدینو په ضد جنګولو استفاده کوله کله چه یی ټول مجاهدین له لاسه ورکړل، د اربکی ملیشو مشر یی مقرر کړو هغوی هم ورته د ګټی په ځای تاوان وکړو اوس یی د داعشی ملیشو مشری ور په غاړه… نور لوستل »