امریکا تېره میاشت هره ورځ په افغان خاوره ۳۱ بمونه غورځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «ملټري ټایمز» لیکلي، امریکایانو په تېره میلادي میاشت کې هره ورځ د افغانستان په خاوره ۳۱ بمونه غورځولي.

د ملټري ټایمز له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي « امریکایي ځواکونو په تېره سپتمبر میاشت کې د افغانستان په خاوره ۹۴۸ بمونه غورځولي، چې په اوسط ډول یې شمېر هره ورځ ۳۱ بمونو ته رسېږي».

راپور وړاندې زیاتوي « دا شمېره له ۲۰۱۰ راپدیخوا په یوه میاشت کې د غورځول شویو بمونو تر ټولو لوړه شمېره ده».

د راپور په اساس، امریکا په دې وروستیو کې په «ترهګرو» باندې خپل عملیات څو چنده زیات کړي او تر ډېره یې تمرکز په هوايي بریدونو دی.

امریکا داسې په یوه میاشت کې دننه په افغان خاوره د بمونو تر ټولو لوړه شمېره ازمايي، چې د سیمې هیوادونو د سوله ییز چاپیریال د رامنځته کولو په موخه د افغانستان د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې په جګړه کې دې کمی راولي.

په ورته وخت کې امریکايي رسنۍ راپور ورکوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر کړی، چې بهرني او دولتي ځواکونه دې په ګډه د طالبانو په وړاندې نظامي عملیات پراخ کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د مياشتی ۹۴۸ بمونه راباندی غورځوی او داهم غواړی چی د دوی وفاداره غلامانو ته رای ورکړو ، لکه دا ټوله بمان چی يی د بازيو لپاره پر وچو دښتو او غرونو غورځولی وی .
دوی دی پوه وی چی زمونږ منتقم الله(ج) به د دی ټولو انتقام اخلی ان شاءالله تعالی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د اوسپنی او باروتو حکومت او قدرت دی : څوک چه ډیره اوسبنه او باروت لری هغوی په مظلوم بشریت حکومت کوی څه چه یی خوښه وی هغه ترسره کوی. له سپتمبر فاجعی نیولی تر اوسه امریکایی انګریزانو ، یهودانو او صلبیانو د ټول مظلوم بشریت او په ځانګړی ډول اسلامی نړی په اور کی درولی، لمړی خپل مظلوم اولسونه لمړی د سواد او فقر له کچی ښکته کړی چه له امله یی غریب او بیسواده امریکایان او اروپایان د مظلومر بشریت د وژلو د پاره استخدام او کاروی، د جنګ وخت کی ورته هغه مخدره مواد د ټابلیتو په… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا ټول ددې لپاره چې له ګوډاګيانو سره مذاکرات وشي.

کلا و حاشا

ذليل ګوډاګيان دې ځانونو ته قبرونه پخپله وکيندی
تر څو د سپي په مرګ مردار شي ،، ان شاءالله تعالی

هيمت
میلمه
هيمت

كه ده الله سره قلبي ريشته فيدا كو نو دا هيس نسته