نړۍ

وزیرستان: یو وار بیا د ډرون بریدونو ۲۰ تنه وژلي

drone_attacks_in_wazeristanنن ټکی آسیا: پاکستاني سیمیز چارواکي وايي چي په هغه برید کي چي نن يې د پاکستاني وسلوالو ډلو یو روزنیز مرکز په نښه کړ، ۲۰ جنګیالي ووژل شوه.

د چارواکو له قوله وویل شوه، چي په نښه شوی مرکز دپاکستاني جنګیالي حافظ ګل بهادر د ملګرو وو، چي په افغانستان کي هم وسلوال فعالیت کوي، دوی زیاته کړې چي په دغه مرکز نن غرمه په ۱۲ بجې پنځه توغندی وار شولې.

یو لوړ رتبه امنیتي چارواکي چي نوم يي نه غوښتی څرګند کړي، اسوشیتډ پریس ته ویلي چي کیدای شي په برید کي ځیني بهرني او د پاکستان پنجابي وسله وال هم په نښه شوي وي.

ځایي اوسیدونکو دغه مرکز یو ډیر مهم روزنیز مرکز بللی، چي د یو غونډۍ پر سر موقعیت لري، او شاوخوا په درختو پوښلی دی.

ویل کیږي چي په دغه سیمه کې د جلال الدین حقاني ډله چي د افغانستان په ختیځو سیمو کي د طالبانو تر ټولو پياوړې ډله بلل کيږي، هم روزنیز مرکزونه لری.

د ډرون بریدونو که څه هم تر اوسه ډیر وسله وال په نښه کړي خو ورسره يې د پښتنو په دغو سیمو کې ملکي کسانو ته ډیره درنه مرګ ژوبله اړولې، او ډیر ځله داسي پيښ شوي چي د خلکو کورونه په نښه شي، او رسمي سرچیني بیا هغه د وسلوالو کورونه او مرکزونه بولي، چي له همدې وجي د پاکستان په مختلفو ښارونو کي د مختلفو ډلو له خوا پراخې مظاهرې ترسره کیږي، چي وروستۍ يې په کراچي کې د جماعت اسلامي د ډلي پراخي مظاهرې وې، او د هغه ترمخه د پاکستان د تحریک انصاف ډلي هم مظاهرې کړي وي، او په افغانستان کې ناټو ته د تیل وړونکو ټانکرانو لار يې یو ځل په پيښور او بیا په کراچي کي بنده کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x