شعـــــرونه

غزل؛ چنار ټکور

چنار ټکور

په شونډو ساندې او ګرېوان رښې رښې ګرځوم
ژونده! ترڅو به دې په څېر د جنازې ګرځوم

زه دې حالاتو داسې حال ته رسولی یم چې
اوس د دعا په ځای په لپو کې ښېرې ګرځوم

یو وخت به ته هم په دې راز باندې شې پوه چې ولې؟
سترګو کې اوښکې ګرځوم په زړه ګیلې ګرځوم

ستا دغمو جانانه کرۍ شپه خوړلي
ځکه په سترګو کې د وينو فوارې ګرځوم

د کلي واړه خلک خپله زندګي وړي خو زه
ستا دبېلتون باګرام کې اوس هم زولنې ګرځوم

دراتلو لاري دي ازغنې دي تیارې هم لري
زه به دعاوي بلوم درته ډېوې ګرځوم

ټکوره داد ملنګۍ ژوندون مي ډېر خوښېږي
په سر پګړۍ تړم په لاسو کې تسپې ګرځوم

چنار ټکور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

افرين
ماشاءالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x