امریکایي سناتور: موږ تېر اتلس کلونه افغانستان ته د ثبات په راوستلو کې ناکامه وو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې غړی «رانډ پاول» وايي، موږ په تېرو اتلسو کلونو کې افغانستان ته د امن په راوستلو کې پاتې راغلو او په سوریه کې هم د عسکرو په ساتلو دې هدف ته رسېدلای نشو؛ نو ځکه باید بهرنۍ جګړې پای ته ورسېږي.

رانډ پاول په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « موږ باید خپل هیواد ته د نړۍ په هره جګړه کې د ورګډېډلو مسئولیت ور په غاړ نکړو، موږ اتلس کاله افغانستان ته د ثبات په راوستلو کې پاتې راغلي یو او باوري یو چې په سوریه کې به هم د عسکرو په پاتې کېدلو ثبات ته ونه رسېږو».

نوموړی زیاتوي « ځیني محافظه کاران غواړي، موږ د تل لپاره د منځني ختیځ په جګړو کې ځانونه ښکېل کړو؛ خو د بهرنیو جګړو په پای ته رسولو کې باید  د ټرمپ له پرېکړې ملاتړ وشي او عسکر خپلو کورونو ته را ستانه کړل شي».

د پاول په خبره، زه په بهرني سیاست کې د ټرمپ له پرېکړو بشپړ ملاتړ کوم او په دې نظر یم، چې باید بهرنۍ جګړې پای ته ورسول شي او یوازې امریکا ته لومړیتوب ورکړل شي.

امریکایي سناتور داسې مهال افغانستان ته د امن راوستلو په برخه کې د امریکا په ناکامۍ اقرار کوي، چې د افغانستان د ثبات لپاره د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ روان مذاکرات له څو میاشتو دوام وروسته څه موده وړاندې د ټرمپ له لوري لغوه اعلان شول او ورسره جوخت د افغان سولې لپاره راټوکېدلې هیلې مړاوې شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د