
پکتيکا: د ملکي وګړو په کورونو او مدرسه چاپه کې ۴ ملکيان وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): ګډو ځواکونو په پکتيکا ولايت کې د ملکي وګړو په کورونو او يوې ديني مدرسې چاپه اچولې ده چې په نتيجه کې يې څلور تنه ملکي وګړي وژلي دي.
راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ اړوند نظام خېلو او نور محمد سيمو کې د عامو خلکو په کورونو او مدرسې چاپه اچولې ده چې له امله يوه مدرسه او د ملکي وګړو دوه کورونه نړولي دي.
په دغه چاپه کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او درې تنه نورګډو ځواکونو له ځان سره بيولي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو چاپې او بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن له امريکا څخه د خپريدونکې مشهورې ورځپاڼې «ملټري ټايمز» په يو راپور کې ويلي وو چې د تيرې سپتمبر مياشت کې امريکا د افغانستان په خاوره ۹۴۸ بمونه غورځولي دي چې دا له ۲۰۱۰ راهيسې په يوه مياشت کې د غورځول شويو بمونو تر ټولو لوړه شميره ده.