
غزل؛ محمد عليم بسمل
محمد علیم بسمل
چې لۀ بدو نه بد تره شوې بزرګ شوې
چې لۀ حق نه ناخبره شوې بزرګ شوې
چې بډای وې له زکات نه هم منکر وې
چې غریب شوې در پۀ دره شوې بزرګ شوې
څو دانو ته دې ځان چرګ کړ چرګ ته سپی شوې
چې مالت کې بې اثره شوې بزرګ شوې
خپلې شوکې ته دې هر پوستکی واغوست
مار شوې يږه شوې کفتره شوې بزرګ شوې
يوۀ ښکلي هم زړۀ در نۀ کړ بسمله!!
خو مجبور شوې بې دلبره شوې بزرګ شوې