د ټیفا اجرائیه رییس: د حاکمو ټاکنیزو ټیمونو  له لوري په مرګ ګواښل کېږم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په رڼو ټاکنو باندې د څار د بنسټ «ټيفا» اجرائیه رییس وایي، د حاکمو ټاکنیزو ټیمونو د افرادو له لوري ورته د مرګ ګواښونه کېږي.

اریانا نیوز د «ټیفا» د اجرائیه رییس «نعیم ایوب زاده» له قوله لیکي، چې نوموړي ته د حاکمو ټاکنیزو ټیمونو د افرادو له لوري د مرګ ګواښونه کېږي « هغه څه چې موږ یې په اندېښنو کې اچولي زموږ امنیت ته نه پاملرنه او زموږ څخه د بشپړ ملاتړ د میکانیزم نشتوالی دی».

ایوب زاده ددې ترڅنګ معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د ټاکنو کمېسیون له لوري وضع شویو محدودیتونو ته اندېښمن دی او په خبره یې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه طلایي پنجره جوړه کړې او څارونکي د ټاکنو په برخه کې هیڅ ډول معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

د نوماندانو له لوري د «ټيفا» اجرائیه رییس ته د ګواښونو کولو خبر داسې مهال را مخ ته کېږي، چې تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون هم ویلي وو، چې د نوماندانو له سیاسي فشار سره مخ دی او د رایو د اعلانولو په برخه کې ترې د بیړې کولو غوښتنه کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په همدې تړاو خپله ګیله د ناټو تر استازو رسولې وه او له هغوی یې غوښتي وو څو له نوماندانو سره  د خپلو ناستو په مهال د ټاکنو د پایلو د اعلان تر مهاله د صبر او حوصلې هیله وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د